د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون ویلي، چې د شل کلنو کم عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» جام کې د لوبېدو په موخه نن شنبه د تاجکستان پلازمېني دوشنبې ښار ته ورسېده.
د مرکزي اسیا اتلولۍ جام سیالۍ د افغانستان، قرغزستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د جون په لسمه نېټه په دوشنبه ښار کې پېلیږي.