د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د شنبې په ورځ د امریکا له لوري د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز وغندلو او دا یې د "نسلي تعصب" څرګندونه وبلله.
ورته مهال ایران هم دغه بندیزونه غندلي دي.
د متحده ایالاتو په کلوراډو ایالت کې د یوه اسراییل پلوه لاریون پر مهال له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د منځني ختیځ، افریقا او ځینو اسلامي هېوادونو اتباعو ته د سفر محدودیتونه بیا راژوندي شول.
د راپورونو له مخې، دا بندیز د جون په ۹مه پلي کېږي.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د لوی اختر د خطبې پر مهال په کندهار کې دغه بندیز وغانده. هغه وویل چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې ظلم کړی، بلکې اوس په فلسطین کې هم د اسراییل له لوري د مسلمانانو د وژنې ملاتړ کوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وویل، اخوندزاده د کندهار ښار په عیدګاه کې زرګونو کسانو ته اختریزه وینا وکړه او د فلسطین لپاره یې د اوربند د پرېکړه لیک پر ویټو باندې نیوکه وکړه.
اخوندزاده وویل: «څوارلسو هېوادونو د فلسطین د اوربند د پرېکړه لیک ملاتړ کړی، خو ظالمه امریکا چې افغانستان کې یې هم ظلمونه کړي، اوس په فلسطین کې هم اسراییل ته اوږه ورکړې.»
هغه زیاته کړه: «امریکا د مسلمانانو قاتله ده، که امریکا نه وي، نو اسراییل دومره زور نه لري.»
د طالبانو مشر همداراز وویل، چې د اپیمو کر د بندیز پرېکړه یې د اسلامي شریعت له مخې کړې، نه د نړۍوالو امتیازاتو لپاره.
ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایرانیانو د چارو عمومي رییس علیرضا هاشميرجا وویل: «دا پرېکړه د امریکایي پالیسي جوړوونکو تر منځ د یوه متعصب او نسلي ذهنيت څرګندونه کوي.»
نوموړي زیاته کړه: »دا بندیز د ایرانیانو او مسلمانانو پر وړاندې د ژورې دوښمنۍ څرګندونه کوي او د نړۍوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.»
یاد بندیز له ایران پرته د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایی ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن اتباع هم اغېزمنوي. اوو نورو هېوادونو ته هم د محدود سفر اجازه ورکړل شوې.