د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال: په ۲۰۲۱ کې راغلي افغانان باید له دغه ایالت نه و ایستل شي

۱۶ ساعتونه مخکې

د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ ویلي، ټول هغه افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه ایالت کې مېشت شوي، باید و ایستل شي. هغه ادعا کړې چې د دې کسانو په سمه توګه ارزونه نه ده شوې او ښايي د عامه خوندیتوب لپاره ګواښ وي.

ډرامونډ چې د یاد ایالت مشرۍ ته نوماند دی، ویلي چې د مالیه‌ورکوونکو د پیسو کارول د دې کډوالو مېشتېدو لپاره ناسم کار و. هغه همداراز، د افغانانو د مېشتېدو لپاره د د دغه ایالت د مخکېني مشر کوېن سټیټ پر پرېکړې نیوکه کړې ده.

ورته مهال،کوېن سټیټ بیا د ډرامونډ په ځواب کې کې زیاته کړې، هغه افغانان چې اوکلاهوما ته راغلي، په ډېر سختو شرایطو کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس د ملاتړ مستحق دي، نه دا چې و ایستل شي.د ده په وینا، څوک چې د سياسي موخو لپاره داسې څرګندونې کوي، په حقيقت کې له ناسمو احساساتو او وېرې نه ګټه پورته کوي.

دې سره جوخت هغه بنسټونو چې د افغان کډوالو په مېشتېدو کې یې مرسته کړې، د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ دا څرګندونې غندلي او د اندېښنې وړ یې بللي دي.

د دې ترڅنګ د اوکلاهوما د کاتولیکانو خیریه بنسټ مشر د پاټریک راګلو وايي چې دا افغانان د تاوتریخوالي نه امریکا ته راغلي، نه دا چې دلته تاوتریخوالی راوړي. د هغه په وینا، د ډرامونډ خبرې غېرواقعي دي او یوازې د کرکې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

د «کیر اوکلاهوما» یوه بنسټ ویرونیکا لیزور چې د مسلمانانو د حقونو لپاره مبارزه کوي، ویلي چې افغان کډوال له سختو امنیتي ارزونو نه تېر شوي دي. هغه زیاته کړې چې د څو کسانو د کړنو له امله باید د ټول قوم یا ټولنې په اړه قضاوت ونه شي.

هغه همداراز ټینګار کړی، ډېری هغه افغانان چې امریکا ته راغلي، له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله له جدي ګواښونو سره مخ وو او اوس په متحده‌ایالاتو کې د یوه خوندي ژوند په لټه کې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان ‌په لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته د سفر بندیز ولګاوه. په دغه بندیز کې ایران، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایټي، میانمار، لېبیا، سومالیا، سوډان او یمن هېوادونه شامل دي.

نور خبرونه

رادیو