ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په روانه میاشت کې د افغانستان په تړاو یوه لویه ناسته وکړي. په دې ناسته کې به د بشري وضعیت، د ښځو حقونو او له طالبانو سره د نړۍوالو د تعامل بهیر و ارزول شي.
د پلان لهمخې، دا ناسته به یوه علني برخه ولري او ورپسې به دبندو دروازو تر شا مشورې وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی، د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجراییوي رییس او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) یو لوړ پوړی چارواکی ویناوې وکړي.
د اوچا د وروستي راپور پر بنسټ، تر۲۳ مېلیونه ډېر افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د بودیجې کمښت له امله دا مرستې په جدي توګه کمې شوې دي.
همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر، افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې خبرداری ورکړی و چې یو شمېر مرستهرسوونکي بنسټونه اړ شوي چې خپل نیمایي کارمندان له دندو ګوښه کړي. د هغه په وینا، په وروستیو اوونیو کې ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
د ټرمپ دولت لهخوا افغانستان ته د بشرپاله مرستو د بشپړ بندښت پرېکړې هم دغه کړکېچ لا پسې ناوړه کړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د امریکا له مرستې پرته به په مېلیونونو افغانان له مرستې بېبرخې شي.
بلخوا، د یوناما د دفتر تازه راپور ښيي چې طالبان د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون په سېستماتیک ډول د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې پلی کېږي. دغه قانون د ښځو شخصي ازادي، اقتصادي فعالیتونه او عامه خدماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.
دغهراز، د طالبانو د امربالمعروف غړو کلینیکونو، هټیو، دولتي دفترونو او ټکسیانو ته امر کړی چې له محرم پرته ښځو ته خدمات وړاندې نه کړي.دا اقدام د بشري حقونو سرغړونه ګڼل کېږي او د مرستهرسوونکو سازمانونو فعالیتونه یې هم له خنډ سره مخ کړي دي.
یوناما په وار-وار پر طالبانو غږ کړی چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او د افغانستان نړۍوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي.
په داسې حال کې چې طالبان د نړۍوالې رسميت پېژندنې په لټه کې دي، ځیني هېوادونه لکه روسیه له دې ډلې سره د نږدې کېدو هڅې کوي.روسیه نه یوازې دا چې نور طالبان ترهګره ډله نه ګڼي، بلکې ډیپلوماټیکې اړیکې یې د سفیرانو کچې ته هم لوړې کړې دي.
ورته مهال، له طالبانو سره د چلند په اړه د امنیت شورا د غړو ترمنځ نظرونو اختلافات دوام لري. لوېدیځ هېوادونه غواړي طالبان دې نړیوالو اصولو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي، خو چین او روسیه غواړي چې له دې ډلې سره اقتصادي مرستې له کوم شرط او ځنډ پرته دوام ولري.
دې سره جوخت، د افغانستان لپاره د سیاسي لارې نقشې په تړاو خبرېاترې دوام لري او تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور په څېر پر مهمو مسایلو د دوحې کاري ټیمونه جوړ شي.