د امریکا د نوېډا ایالت د استازو جرګې غړې ډینا ټایټس ویلي، چې د کانګرس له نورو نهه تنه غړو سره یې په ګډه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه استول شوي لیک کې د افغان کډوالو د لېږد د همغږۍ دفتر (CARE) د تړلو پرېکړې سره مخالفت کړی دی.
نوموړې زیاته کړې: «د کېیر دفتر قانوني واکونه روښانه دي او د بهرنیو چارو وزیر مکلف دی، چې د افغانانو د بیا مېشتېدو هڅو لپاره یو همغږی کوونکی وګوماري».
د هغه په خبره؛ د مارکو روبیو لهخوا له دې کار څخه ډډه کول قانوني سرغړونه ده او د کانګرس د صلاحیتونو سپکاوی ګڼل کېږي. همداراز دا چاره د امریکا او د هغو افغان متحدینو ترمنځ اړیکو ته تاوان رسوي، چې له امریکایي ځواکونو سره یې مرسته کړې ده.
د کانګرس د دغه غړې په خبره: «څنګه له نورو هېوادونو څخه دا تمه کولای شو، چې په راتلونکې کې زموږ ملاتړ وکړي؛ که چېرې موږ خپل هغه دوستان یوازې پرېږدو، چې زموږ د ملاتړ له امله یې ژوند له ګواښ سره مخ شوی دی».
له دې وړاندې بلومبرګ راپور ورکړی و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې د افغان کډوالو د لېږد او بیا مېشتېدو د همغږۍ دفتر به وتړل شي.
د کانګرس لسو غړو مارکو روبیو ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د دغې پرېکړې په وړاندې «دوی سخت غبرګون» لري او دا کار یې د نه منلو وړ بللی دی.