طالبانو په کندهار ښار کې د اختر لمونځ لپاره د ۱۵ جوماتونو نوملړ اعلان کړی او لا له وړاندې یې د یادو جوماتو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي دي. بل خوا د کندهار ښار اوسیدونکي وايي، د طالبانو له خوا د سختو امنیتي تدابیرو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو د حج او اوقافو ریاست د لوی اختر د لمونځ لپاره په کندهار ښار کې د ۱۵ جوماتونو نومونه اعلان کړې دي.
د حج او اقافو ریاست له خوا په یادو جوماتونو کې د تقریر کوونکو طالبانو نومونه هم اعلان کړي دي.
د دغه ولایت د حج او اقافو له لوري په خپرې شوې خبرتیا کې ویل شوي، چې په هر جومات کې به د اختر لمونځ څخه وړاندې یونیم ساعت تقریرونه هم وشي.
پر همدغه مهال طالبانو د تېرو څلورو ورځو راهیسې په کندهار ښار او ځانګړې توګه د اختر لمونځ لپاره د ځانګړو شویو جوماتونو په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
د کندهار ښار یو شمېر اوسیدونکو له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د امنیتي تدابیرو په پلمه ځورول کیږي او په هر څو متره واټن کې تلاشي کیږي.
د کندهار ښار یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل:« هغه مسجدونه چې د اختر لمونځ په کې کیږي، د هغې شاوخوا کې طالبان ځای پرځای شوي دي. د ښار په هر څو مترو کې د تلاشۍ لپاره طالبان ولاړ دي او خلک تلاشې کوي، د ښار په مهمو ځایونو کې یې د وسایطو تګ راتګ بند کړی دی.»
همدارنګه د کندهار ښار یو شمېر اوسیدونکي شکایت کوي، چې د ښار په لومړۍ، دویمه، درېیمه او پنځمه حوزه کې د اختر لمونځ کولو لپاره ځانګړي شویو جوماتونو ته د ورتګ پرمهال د تېرو څلورو ورځو راهیسي تلاشي کیږي.
د طالبانو له خوا د لوی اختر لمونځ لپاره ځانګړو شویو جوماتونو له جملي څخه یو هم د کندهار ښار په نهمه حوزه کې د کندهار پوهنتون ته څېرمه مرکزي عیدګاه جومات دی.
نورو اخترو ته په کتو تمه ده، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندازه به د اختر لمونځ لپاره یاد جومات ته ورشي.
د سیمي اوسیدونکي وايي، د تېرو څلورو ورځو راهیسي، د مرکزی عیدګاه جومات په شاوخوا کې ګڼ طالبان ځای پرځای شوي دي او جومات نه نږدې خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.