د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، چې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب منډهېر ملي پارک کې یې د سیلانیانو او ځايي اوسیدونکو د اسانیتا لپاره د پنځه مخابراتي شبکو انټرنټي او مکالماتي خدمات فعاله کړل.
د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، د سیلانیانو او ځايي خلکو له غوښتنې وروسته یې په مڼدهېر ملي پارک کې د مخابراتي شبکو انټرنټي او مکالماتي خدمات فعاله کړي.