د ترکیې د دیني چارو بنسټ ویلي، چې په لوی اختر کې به ۸ زره او ۴۰۰ برخې قرباني شوې غوښه اړمنو افغانان ته ووېشي. یاد بنست زیاتوي، چې د قربانۍ غوښه به د شنبې په ورځ په پنخو بېلابېلو سیمو کې ووېشل شي.
د ترکیې د دیني چارو بنسټ د جمعې په ورځ (دغبرګولي ۱۶مه) ویلي، چې د دوی رضا کاره کارکوونکي کابل ته تللي، د قربانۍ لپاره یې څاروي پېریدلي او اړمنو ته یې د وېش تابیا کړې ده.
د دوی په خبره کارکوونکو یې له هغه مسلخونو (ذبحه ځایونو) څخه هم لیدنه کړې، چې قرباني پکې ترسره کیږي.
د ترکیې د سفارت د دیني چارو استازي همراه کاندمیر ویلي، چې زر برخې غوښه به اړمنو ته په پنځوو سیمو کې ووېشل شي.
نوموړي زیاته کړه:« ټول چمتوالی بشپړ شوی، مسلخونه چمتو دي، د وېش لپاره لازم پلان جوړ شوی او زموږ د اختر د پیل انتظار کوو. په دې لاره کې له ټولو هغو وړونو مننه کوم چې مرسته یې کړې ده.»
یاد بنسټ تېرکال په لوی اختر کې هم په کابل، هرات او مزارشریف کې له ۱۳ زره دېرو اړمنو ته د قربانۍ غوښه وېشلي وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو د جمعې ورځ او طالبانو بیا د شنبې ورځ د لوی اختر ورځ اعلان کړې.