اشرف غني: زه د دې لپاره پیدا شوی یم چې د هېواد د یووالي او ودانۍ وسیله وګرځم

۱۳ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام وروستۍ ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په مناسبت په خپل غږیز پیغام کې ویلي، چې د خلکو له لوري ورکړل شوی د «مشروعیت امانت» لا هم د ده په لاس کې دی او هیله لري چې دا امانت یو «مشروع او وړ نظام» ته وسپاري.

ښاغلي غني ویلي، چې دی د خپل ځان لپاره هېڅ نه غواړي، بلکې هر څه چې غواړي د افغانستان د خیر لپاره دي. نوموړي په خپل پیغام کې ټینګار کړی: «زه د دې لپاره پیدا شوی یم چې د هېواد د یووالي او ودانۍ وسیله وګرځم.»

پخواني ولسمشر دا نه دي څرګند کړي چې څنګه او څه وخت به دا مشروعیت یو بل نظام ته وسپاري.

غني په خپل پیغام کې له افغانانو وغوښتل چې د ملي یووالي، ګډ فکر او همغږۍ له لارې د هېواد د ابادۍ لپاره سره یو شي. هغه وویل افغانستان دا مهال د ژور کړکېچ سره مخ دی او خبرداری یې ورکړ چې د هویت، سمت یا نورو اختلافاتو پر بنسټ شخړې او پړه اچونې دا بحران لا ژورولی شي.

نوموړي د بیکاری، وچکالۍ او د افغان کډوالو جبري شړلو ته هم اشاره وکړه او دا حالت یې "دردونکی" وباله، ویې ویل: «ټوله نړۍ د افغانانو لپاره تنګه شوې ده.»

غني همداراز اعلان وکړ چې تمرکز یې د افغانستان د خپلواکۍ د ۳۰۰مې کلیزې پر نمانځلو دی، چې په ۲۰۴۷ میلادي کال کې به وشي. هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې په هغه ورځ هر افغان د ستر ملي هویت په چوکاټ کې خپل ځای وګوري او لاسونه سره ورکړي.»

نور خبرونه

رادیو