ملګرو ملتونو د خپلو ښځینه کارکوونکو د ګواښ په اړه د افغانستان انټرنشنل راپور تایید کړ

۱۵ ساعتونه مخکې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) تایید کړه، چې د یاد سازمان ښځینه کارکوونکي په کابل کې ګواښل شوي دي. تردې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي وو، چې له طالبانو سره اړوندو کسانو یو شمېر ښځینه کارکوونکې څارلي او د وژلو ګواښونه یې ورته کړي دي.

د افغانستان انټرنشنل د راپور له خپرېدو یوه اونۍ وروسته ملګرو ملتونو ویلي، چې ښځینه افغان کارکوونکي یې د ګاښونو له امله اړې شوې، چې له کوره کار وکړي.

لږترلږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې تېره سې شنبه او چهار شنبه وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو یو شمېر ښځینه کارکوونکې تعقیب کړې، ګواښلې او ویرولې دي.

د ملګرو ملتونو ځینو ښځینه کارکوونکو د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې دوی په کوڅو او د ټلیفون له لارې ګواښول شوي او ورته ویلي شوي «کور کې پاتې شئ.»

د ملګرو ملتونو یوې ښځینه کارکوونکې فرانس پرېس ته ویلي، چې له څو اونیو راهیسې داسې پیغامونه ترلاسه کوي، چې «له بهرنیانو سره د کار» له امله ورته سپکاوی او ګواښونه کوي.

د یوناما په وینا نامعلومو کسانو د ملګرو ملتونو ځینې افغان ښځینه کارکوونکې یواځې له دې امله ګواښلې؛ چې دوی د ملګرو ملتونو لپاره ک‍ار کوي.

یوناما ویلي:«په کابل کې د ملګرو ملتونو څو ښځینه ملي کارکوونکي د خپلې دندې له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي.»

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا تور رد کړی او ویلي یې ديي، چې دا دول ګواښونه «جرم» دي او پولیس په دې اړه بې پری اقدام کوي.

یوناما ویلي، چې د راپورنو له خپرېدو ورسته طالبانو پلټنې پیل کړې دي.

طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې ښخې په نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي او دغه بندیز په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو دفترونو هم وغځېده.

نور خبرونه

رادیو