د ماشومانو د ساتنې ادارې د افغان ماشومانو د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړی

پرون

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې «سیف دی چلډرن»خبر داری ورکړی چې په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو تن، یا شاوخوا ۵میلیونه ماشومان، ښایي تر اکتوبر مخکې د لوږې له «بحراني» یا بیړني حالت سره مخ شي.

دا اندېښنه د خوړو د خوندیتوب نړیوال سیستم (ای پي سي) د نوې څېړنې پر بنسټ راپور شوې ده.

د راپور له مخې، د خوړو د مرستو لپاره نړیواله بودیجه ۴۰سلنه راکمه شوې، چې له امله یې د مرستو ترلاسه کوونکو خلکو د نفوس کچه له ۱۴سلنې یوازې یوې سلنې ته کمه شوې ده.

یاد راپور زیاتوي چې تر دې دمه په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۲۰روغتیايي مرکزونه د نړیوالو مرستو د بندېدو له امله تړل شوي او نږدې درې میلیونه کسان یې له لومړنیو روغتیايي خدمتونو محروم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرستو له بندېدو وړاندې هم شاوخوا ۱۴میلیونه افغانانو محدودو خدماتو ته لاسرسی درلود.

د سیف دې چلډرن ادارې په وینا، دوی د لنډمهاله مالي سرچینو له لارې توانېدلي چې ۱۴روغتیايي مرکزونه فعال وساتي، خو دا یوازې یو موقتي حل دی. که دغه مرکزونه وتړل شي، هره میاشت به زرګونه ماشومان د خوارځواکۍ له تشخیص او زرګونه نور کسان له روغتیايي خدماتو بې‌برخې شي.

د دغې موسسې په وینا، یوازې په ۲۰۲۴کال کې یې په افغانستان کې له ۲۵،۰۰۰زیات ماشومان د خوارځواکۍ له امله درملنه کړي، خو لا هم شاوخوا ۳.۵میلیونه ماشومان د شدیدې یا متوسطې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه اداره له ۱۹۷۶راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او د ماشومانو د حقونو، تعلیم، روغتیا او عاجلو مرستو برخه کې کار کوي.

نور خبرونه

رادیو