جګړه د ملتونو د هست و نیست د ازموینې صحنه ده؛ خو دا ازموینه یوازې د وسلو او ځواک په تله نه تلل کېږي. جګړه له انسانه یوازې جسمي مقاومت نه غواړي، بلکې رواني، اخلاقي او فکري رهبري هم غواړي.
په دې تورو ورځو کې ملتونه یا پاشل کېږي یا فولادي کېږي او دا توپیر یوازې یو عنصر رامنځته کولی شي چې رهبري بلل کیږي.
افغانستان چې د تاریخ په اوږدو کې د سلطو، اشغالونو، کورنیو جګړو او مقاومتونو قرباني شوی، د داسې یو ملت مثال دی چې جګړه یې تقدیر نه، بلکې تجربه ده؛ خو له ټولو دغو قربانیو، مقاومتونو او خوږو ارمانونو سره - سره یوه ستونزه بیا هم تل پاتې ده — د ریښتیني رهبرۍ نشتوالی.
رهبري او جګړه:
رهبري په عمومي معنا، د خلکو د جهت، موخې او ارزښت لوري ټاکل دي؛ خو کله چې دا کلمه د جګړې په فضا کې تحلیل شي، خپل وزن، ماهیت او مسوولیت زیاتوي. د جګړې په حال کې رهبر یوازې مدیر نه وي، بلکې د وجدان ژباړونکی، د هویت ساتونکی او د باورونو لوری ټاکونکی وي.
رهبر په جګړه کې هغه څوک دی چې د زړونو امید ژوندی ساتي، د وېرې پر وړاندې ثبات ښيي او د ټوپکونو تر غږ لاندې د انسانیت غږ پورته کوي.
د جګړې له ستر فشار سره، رهبري یوه دوه اړخیزه فریضه ده: د ستراتېژي جوړونه او د ارزښتونو ساتنه.
که دا دواړه له یو بل سره همغږي نه وي، جګړه د ملت د قوت پر ځای د زوال لامل ګرځي.
د جګړې پر مهال د رهبرۍ رول
رهبر د جګړې پر مهال یوازې د جنګي پلانونو ترتیب کوونکی نه دی؛ بلکې د ټول ملت رواني او اخلاقي جهت ټاکي.
د جګړې مشرتابه لاندې مسوولیتونه لري
- ملي یووالی: جګړه قومونه، ژبې او سیمې ویشي. رهبر باید ملت متحد وساتي.
- ارزښتي ثبات: د جګړې پر مهال ارزښتونه اغېزمنېږي؛ رهبر باید د عدالت، کرامت او انساني درناوي دفاع وکړي.
- نفسیاتي رهبري: د وېرې، نا امیدۍ او ستړیا پر وړاندې ولس ته امید، هدف او باور ورکړي.
- د نړۍوال تصویر تنظیمول: رهبر باید د جګړې عادلانه موخه نړۍوالې ټولنې ته هم روښانه کړي.
د افغانستان د جګړو تاریخي تجربه
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې جګړه یې یوازې یو فصل نه، بلکې اوږد تاریخ دی. له انګریزانو سره جګړې، د شوروي یرغل، کورنۍ شخړې، د طالبانو رژیم او له ۲۰۰۱ وروسته نیابتي جنګونه — دا ټول د ملت د ارادې تر څنګ، د رهبرۍ له ژور ازمېښت سره مل وو.
د احمدشاه ابدالي څخه تر شاه امان الله او معاصرو جهادي قومندانانو او طالبانو پورې، رهبرۍ تل د جګړې برخلیک ټاکلی؛ خو هرکله چې رهبري د ملي شعور، ارزښتونو او د ولس ارادې پر بنسټ ولاړه وه، بریا نږدې شوې او هر کله چې رهبري د شخصي ګټو، تعصب، پردي تکیې یا واکطلبۍ ښکار شوه، ملت ټوټه شوی، مات شوی او د جګړې پر ځای د داخلي وینو د حمام شاهد پاتې شوی.
د افغانستان اوسنی وضعیت او د رهبرۍ بحران
۲۰۲۱م کال په اګست کې کله چې د طالبانو واک ته ستنېدو سره له امریکا او نړۍوالو ځواکونو سره د اوږدې جګړې پای اعلان شو، افغانستان یو ځل بیا د رهبرۍ له تشې سره مخ شو. دا تشه یوازې سیاسي نه وه، بلکې اخلاقي، ارزښتي او ملي وجدان ته یوه لویه ضربه وه.
طالب مشرتابه، که څه هم ځان د اسلامي امارت په نامه معرفي کوي؛ خو د ټولشموله رهبرۍ له معیارونو سره نه برابریږي. ولسي ګډون نه شته، قومي توازن له منځه تللی، ښځې له ټولنیز ژوند ایستل شوي، اقلیتونه په ویره کې دي او د ملت اکثریت د چوپتیا، وېرې او بېباورۍ حالت تجربه کوي.
دا ډله په شعوري ډول هڅه کوي چې په افغانانو کې د مذهبي افراطیت تومنه پیاوړې او له معاصر ژوند سره فاصله رامنځته کړي.
د اوسني نظام تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې رهبري یې نه مشروع ده، نه ملي ښکېلتیا لري او نه ولسي باور لري. دا حالت افغانستان د یوه خطرناک رواني او ټولنیز انفجار پر لور بیایي، ځکه چې ملت نه غږ لري، نه استازیتوب او نه د بدلون قانوني لاره.
د مشروعیت له لاسه وتلی نظام
رهبر چې له ولس څخه نه وي، د ملت د وجدان استازولي نه شي کولی. د طالبانو مشرتابه له ټولنیز واقعیت، نړۍوالو اصولو او د رهبرۍ له اصلي تعریفه لرې پاتې شوی. هغوی د وېرې، امر، او استبداد له لارې د کنټرول هڅه کوي، خو د ولس د زړونو تسخیر نشي کولی.
د بقاء لپاره خطر
د افغانستان اوسنی نظام نه د سولې بنسټ لري، نه د پرمختګ لید او نه د بقاء تضمین. په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان بهر ته کډه شوي، کورني اقشار بېباور شوي او نړۍوال باور له منځه تللی، ملت یو ځل بیا د هماغه زوړ سوال سره مخ دی: موږ ته مشر یا رهبر پکار دی، که یواځې واکمن؟
د رهبرۍ کمزوري نقطې او پایلې:
- شخصي اجنډاوې د ملي موخو پر وړاندې غالبې شوي.
- قومي تعصب د ملي وحدت ځای نیولی.
- رهبران د ولس له زړونو نه، بلکې د وسلو له ډبرو راپورته شوي.
- د واک ساتنې لپاره د سوله ییزو فرصتونو قرباني شوې.
- او د انتقام له لارې د عدل پر ځای، د نفرت دوام ته لاره پرانیستل شوې.
دا ټولې د رهبرۍ ناکامۍ وې، نه د ملت کمزورتیا
د افغانستان لپاره د رهبرۍ نوی تعریف
افغانستان ته هغه رهبران نه پکار دي چې جګړه د واک د ترلاسه کولو وسیله وګڼي، بلکې هغه رهبران پکار دي چې جګړه د سولې، بیدارۍ او ملي شعور د ودې لپاره وروستۍ ازموینه وګڼي اوس د افغانستان ملت د داسې رهبرانو غوښتنه لري:
- چې د تاریخ له تېرو رهبرانو زده کړه وکړي، نه یې تکرار.
- چې د سولې فرصت ضایع نه کړي، بلکې پیاوړی یې کړي.
- چې د وینې له لارې نه، بلکې د عدالت له لارې قوت رامنځته کړي.
- او د غچ له سیورې نه، بلکې د وژغورلو له احساس سره ملت رهبري کړي.
رهبر هغه څوک نه دی چې جګړه پیل کړي؛ رهبر هغه دی چې د جګړې له منځه ملت ژغوري، ارزښتونه وساتي او د بقاء فلسفه ژوندي وساتي. د افغانستان ملت له جګړو ستړی دی؛ خو له رهبرۍ نه ناهیلی نه دی؛ خو که چېرې رهبري د شعور، عدالت او ملي صداقت پر بنسټ نوې بڼه واخلي.
افغانستان ته هغه رهبر پکار دی چې د جګړې له شور نه د شعور فریاد راوباسي او د وینو له سیوري نه، د انسانیت رڼا پیدا کړي.