د طالبانو د سترې محکمې رییس او قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني د نوي اداري مرستیال د پېژندلو په غونډه کې وویل، د طالبانو بریا په یووالي کې نغښتې ده او د همدې یووالي له امله په افغانستان کې «بېساری نظام او امنیت» رامنځته شوی دی.
عبدالحکیم حقاني د سترې محکمې د نوي اداري مرستیال سخاءالله سعید د پېژندلو په غونډه کې چې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) جوړه شوې وه، په اسلام کې د امیر اطاعت په تړاو له څرګندونو وروسته وویل: «د هبت الله د حکم په اطاعت کې د الله تعالی رضا نغښتې ده.»
د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په دغې غونډه کې د یادې محکمې نوي اداري مرستیال سخاءالله سعید وویل، باوري دی چې د هبت الله اخوندزاده هر حکم او فرمان د چارو د ښه والي لپاره صادرېږي او د هر حکم عملي کول پر ځان واجب ګڼي.
نوموړي زیاته کړه: «که مو هر ځای ته تبدیل یا بیخي له دندې لرې کړي خوشاله یو، ځکه موږ ته ځان نه دی مطرح، بلکې یوازینۍ هیله مو د اسلامي نظام بقاء او استحکام دی.»
د دغې محکمې مخکېنی اداري مرستیال عبدالمالک حقاني د پوهنې وزارت د ښوونکو د تربیې او عمومي تعلیماتو د مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د دغې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیونې په موخه د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یو حکم صادر شوی او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو بیا ویلي، چې د طالبانو محکمې یوازې د ښځو د حقونو پر ځپنې بوختې دي.