د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر مشرانو لکه احمد مسعود، یونس قانوني، عطا محمد نور او محمد اسماعیل خان په هغه انلاین مراسمو کې ګډون ونه کړ، چې د جمعیت د بنسټګر برهانالدین رباني د وژنې د څوارلسم تلین په مناسبت جوړ شوی وو.
د جمعیت اسلامي مشر او د برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني د ګوند د مشرانو ترمنځ اختلافات تایید کړي.
صلاح الدین رباني ټینګار وکړ، چې دا اختلافات اوس مهال «د جمعیت اسلامي اصلي تمرکز له خپل بنسټیز او ګډ هدف څخه لرې کوي.»
په دې وروستیو کې د جمعیت اسلامي ګوند ځینو لوړپوړو څېرو اعلان کړی، چې دا ګوند نور یو مشر نه لري او پر ځای به یې «د پرېکړو عالي شورا» د دې سیاسي حرکت نظامي، سیاسي او مدني مبارزې رهبري کوي.
دې ډلې چې عطا محمد نور، محمد اسماعیل خان، احمد مسعود، حضرت علي او محمد یونس قانوني پکې شامل وو اعلان وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې د دوام لپاره یې «داخلي یووالي» ترلاسه کړی دی.
صلاحالدین رباني د ګوند د وېش په اړه مستقیم څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه: «زموږ لیدلوری د جمعیت اسلامي د یووالي او انسجام په اړه له ځینو درنو شخصیتونو سره توپیر لري. موږ په جمعیت اسلامي باور لرو چې تر څو د ګوند اصول مراعات نه شي، موجود جلا جوړښتونه یو نه شي او د خلکو او ګوند ګټې په پام کې و نه نیول شي، نه به ستونزې حل شي او نه به د خلکو تمې پوره شي.»
صلاحالدین رباني ټینګار وکړ، چې که د جمعیت د ځینو شخصیتونو موخه یوازې اېتلاف جوړول وي، نو ټول د جمعیت غړي له مخکې نه یو لوی اېتلاف دي او نوي اېتلاف ته اړتیا نشته. هغه زیاته کړه: «خو که هدف واقعي یووالی او د جمعیت اسلامي بیا رغونه وي، نو سیاسي صداقت او د سختو او زړورو پرېکړو کول ضروري دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د نورو سیاسي ګوندونو ځینو مشرانو بیا لکه مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عبدالهادي ارغندیوال او احمد ضیاء مسعود د برهانالدین رباني په یاد غونډه کې ګډون کړی و.
خو احمد مسعود، عطا محمد نور او د جمعیت نورې څېرې د رباني د ترور د ۱۴م تلین په مناسبت جلا اعلامیې خپرې کړې دي.
صلاحالدین رباني چې د جمعیت اسلامي رهبر دی، د افغانستان اوسنی وضعیت یې تیاره او له ناورینونو ډک وباله او ویې ویل: «دا پړاو ښايي د هېواد د معاصر تاریخ له هېڅ بل پړاو سره د پرتله کولو وړ نه وي.»
هغه خبرداری ورکړ، چې: «هېڅ سیاسي، ټولنیز یا قومي ګوند د طالبانو له سیاستونو ملاتړ نه کوي.»
د یادولو ده، چې برهانالدین رباني د افغانستان پخوانی ولسمشر و.
رباني د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د سولې د عالي شورا مشر شو او نوموړی په خپل کور کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې په داسې حال کې ووژل شو، چې بریدګر ځان د طالبانو د سولې د پیغام رسوونکي په توګه معرفي کړی و.