تازه خبر

ټرمپ: که طالبان بګرام اډه امریکا ته و نه سپاري، نو یوه بده پېښه به رامنځته شي

۱ ساعت مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو وغوښتل، چې د بګرام هوايي اډه امریکا ته وسپاري. ټرمپ خبرداری ورکړ: «که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغو کسانو ته چې دا اډه یې جوړ کړې ده، یعنې متحده ایالاتو امریکا بېرته ورنکړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې په ټروټ سوشل کې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه وکړې او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړ، چې که یاده اډه دوی ته و نه سپارل شي نو بده پېښه به رامنځته شي.

خو هغه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې له کومې لارې غواړي دا اډه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې دوی له طالبانو سره د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو لپاره خبرې کوي. ټرمپ تېره ورځ د سپینې ماڼۍ مخې ته خبریالانو ته وویل:«موږ هېڅکله باید بګرام اډه نه وای پرېښې.»

په ورته وخت کې پرون وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ، چې امریکایي چارواکي په بګرام کې د ترهګرۍ پر وړاندې د محدود ځای پرځای کولو په اړه «له طالبانو سره د خبرو اترو» په لومړیو مرحلو کې دي.

طالب چارواکو د امریکا د نظامي حضور د بېرته راګرځېدو مخالفت څرګند کړی دی.

طالبانو بیا ویلي، دوی به هېڅکله هم د بګرام هوايي اډه چاته ورنکړي او په دې اړه یې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې «له کرکې ډکې» بللې دي.

د یادولو ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د وري میاشتې په ۱۹مه هم د کانګرس د جمهوري غوښتونکو ملي کمېټې ته د وینا پرمهال وویل، که هغه ولسمشر وای؛ نو د «افغانستان ناورین او د امریکا د تاریخ شرموونکې شېبه» به هېڅکله نه پېښېده.
د امریکا ولسمشر د بګرام هوایي اډې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د بایډن د «حماقت» له امله اوس‌ دغه اډه چین «اشغال» کړې ده. هغه تر دې وړاندې هم پر بایډن د نیوکو پر مهال د بګرام هوايي اډې یادونه کړې وه.

د بګرام هوايي اډه د کابل شمال ته شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ کې د افغانستان یو له تر ټولو لویه اډه ده.

دغه اډه د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو د لومړۍ دورې د رانسکورولو په موخه د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شوه او د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه هوايي او نظامي اډه وه.

نور خبرونه

رادیو