د پاکستان د کډوالو ادارو د شمېرو له مخې، د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستان څخه ۱۶۸ زره او ۱۱۶ کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغو ادارو په دې اړه چې ایا دغه کسان په خپله خوښه تللي او که په زوره اېستل شوي څه نه دي ویلي.
د پاکستان د کډوالو ادارو د معلوماتو له مخې، د اګسټ له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۲۰مې له پاکستان څخه ۱۱۷ زره او ۱۷۲ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان او همداراز ۵۰ زره او ۹۴۴ افغان سټیزن (اې، سي، سي) کارټ لرونکي افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه بهیر همداراز دوام لري او د خېبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو د محکمې په وینا، یوازې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) یعنې په یوه ورځ کې له پاکستان څخه څه باندې ۳۵۰۰ کسان یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
سرچینې زیاتوی، یوازې د شنبې په ورځ ۲ زره او ۲۵۱ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان، ۳۰۴ اې، سي، سي کارڼ لرونکي افغانان او همداراز ۹۵۸ ناقانونه افغانان بېرته خپل هېواد ته شړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت د سپټمبر په لومړۍ له دغه هېواد څخه د ټولو پي، او، ار کارټ لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړی او د سرچینو په وینا، په راتلونکو ورځو کې به دغه بهیر لاپسې پراخ شي.
د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو او همداراز د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له پاکستان او ایران څخه غوښتي، چې له خپلو هېوادونو په زوره د افغانانو د اېستنې بهیر ودروي، خو په ظاهره دغو دواړو هېوادونو د یادو بنسټونو او سازمانونو غوښتنو ته پام نه دی کړی.
له دې سره سم، له دغو دوو هېوادونو ډېری اېستل کېدونکي افغانان خپلې راتلونکې ته سخت اندېښمن دي او وايي، له لسګونو کلونو راهیسې په یادو هېوادونو کې اوسېدلي او هلته یې کاروبارونه دي، خو په افغانستان کې ان د ناستې ځان هم نه لري.
دوی له دې سربېره د خپلو ماشومانو او په ځانګړې توګه د خپلو لوڼو د زده کړو نیمګړي پاتې کېدو ته هم اندېښمن دي، ځکه په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د دوام مخه نیولې ده.