پاکستان له افغانستان نه د ډبرو سکرو واردات ځنډولي

پرون

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون تیږې واردات ځنډول شوي. پاکستان ته د ډبرو سکرو د وارداتو د ځنډولو لامل د اصلي هېواد د تصدیق پاڼې نه وړاندې کول ښودل شوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرې واردات د روانې اونۍ له دوشنبې راهیسې درول شوي.

په تورخم کې د ډبرو سکرو یو شمېر واردوونکو ویلي، چې له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرو د وارداتو د ګمرکي تصفیې بهیر د یکشنبې په ورځ په نا څاپي ډول ودرول شو، خو دوی ته د دوشنبې په ورځ ویل شوي، چې اوس باید د اصلي هېواد تصدیق نامې هم وړاندې کړي.

د ډبرو سکرو واردوونکو ویلي، چې د ګمرکي تصفیې د ناڅاپي ځنډ له امله په ډبرو سکرو بار سلګونه لارۍ د افغانستان لوري ته درول شوې.

له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرې واردولو باندې د اصلي هېواد د تصدیق نامې د شرط ناڅاپي پلي کېدو واردوونکي او موټرچلوونکي اندېښمن کړي دي.

په تورخم کې د ګمرکي استازو د اتحادیې مشر مجیب الله شینواري ډان ورځپاڼې ته ویلي هڅه کوي، چې د اسلام اباد له چارواکو څخه د هغو لاریو لپاره د معافیت اجازه واخلي، چې تورخم ته رسیدلې دي.

نوموړي ویلي، له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرې په وارداتو کې هېڅ ډول سرغړونه نه ده شوې، او واردوونکو د تورخم ګمرک چارواکو ته اړین اسناد هم سپارلي دي.

شینواري ویلي، چې پاکستان ته د ډبرو سکرو د وارداتو د بېرته پیل لپاره یې پېښور، اسلام اباد او کابل ته رسمي غوښتنلیکونه هم استولي دي.

له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو واردوونکو ویلي، چې د دوشنبې له بندیز وړاندې هره ورځ له ۳۰۰ تر ۳۵۰ لارۍ له افغانستان نه پاکستان ته داخلیدې.

نور خبرونه

رادیو