د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په لومړي ځل د پکتیکا ولایت په تروې ولسوالۍ کې یې انټرنېټي او مکالماتي خدمات پیل کړل. طالبان وايي، د پکتیکا ولایت په محرومو او لرې پرتو سیمو کې ټول ۷۳ مخابراتي انټنونه جوړېږي.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر نجیب الله حیات حقاني د خپل وروستي سفر پر مهال، چې د سویل ختیزو ولایتونو د مخابراتي وضعیت د ارزونې او د لرې پرتو سیمو لپاره د خدماتو د پراخولو په موخه ترسره شوی و، د پکتیکا ولایت لپاره ۴۴ نوي مخابراتي انټنونه منظور کړل.
الکوزی زیاتوي، د دغو انټنونو له ډلې، تر وړممۍ وروسته اوس د تروې ولسوالۍ مخابراتي سایټ هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
د دې سایټ په فعالېدو سره، د تروې ولسوالۍ ګڼې برخې به د تلیفوني تماس او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.
د یاد وزارت د ویاند په وینا، په ټوله کې د پکتیکا ولایت په محرومو او لرې پرتو سیمو کې ۷۳ مخابراتي انټنونه جوړېږي. له دې ډلې ۴۴ انټنونه د مخابراتو وزارت منظور کړي او پاتې ۲۹ انټنونه د ټي ډي ایف پروژې له لارې پلي کېږي.