ایران د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د خپلو پولو په اوږدو کې د دېوال جوړول پیل کړي دي. دا پروژه چې کلونه وړاندې پېل شوې، اوس د ایراني چارواکو لهخوا په ډېر جدي توګه څارل کېږي.
د ایراف وېبپاڼې راپور پر بنسټ، د پاکستان او افغانستان له پولو سره د ایران په سرحدي دېوال کې اغزن تار، کانکریټي دېوالونه،امنیتي کېمرې، سینسرونه او پر نوې ټېکنالوژۍ سمبال نور شامل دي.
د دېوال د جوړېدو ډېره برخه د ایران په ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې ده؛ هغه سیمه چې ایراني چارواکي وايي، «له افغانستان نه ایران ته د نشه یي توکو د قاچاق یوه لویه لاره ده.»
که څه هم د ایران حکومت دا پروژه د امنیت د ډاډمنتیاپر لور یو مهم ګام ګڼي، خو یو شمېر ډلو او مدني ټولنو په سرحدي سیمو کې د انساني او ټولنیزو اړیکو د محدودولو په توګه دا اقدام غندلی دی.
د ایراف په راپور کې راغلي چې ایراني چارواکي له اقتصادي پلوه، د دغه دېوال د جوړېدو لګښت د لویو زیانونو د مخنیوي لپاره د پانګونې په توګه بولي. د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر مجیدمیر احمدي په وینا، هرکال تر ۲۰ مېلیارد ډالرو ډېر توکي دغه هېواد ته یا بهر قاچاق کېږي. هغه وايي چې د دې ناورین د مخنیوي لپاره د دېوال جوړونې په ګډون جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، د دې پروژې لپاره شاوخوا ۳ مېلیونه یورو بودیجه ځانګړې شوې چې د ایران وسلهوالو ځواکونو ته په اختیار کې ورکړل شوې ده. د ایران پوځ او سپاهپاسدرانو ترمنځ د دې پروژې د دندو وېش هم بشپړ شوی او د ایراني چارواکو په وینا، کار په منظم ډول روان دی.