سي‌بي‌اېس: ټرمپ د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۱۲ هېوادونو څخه امریکا ته سفر منع کړ

۲ ورځې مخکې

د سي‌بي‌اېس شبکې د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې یې د افغانستان په ګډون له ۱۲ هېوادونو امریکا ته سفر منع شوی دی.

د راپور له مخې، افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایي ګینه، اریتره، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هغه هېوادونه دي، چې د دغه فرمان له مخې امریکا ته د وګړو د ورتګ مخه یې په بشپړه توګه نیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې سپینې ماڼۍ بیا اعلان کړی چې د افغانانو لپاره ځانګړې مهاجرتي ویزې له دغه فرمان څخه مستثنا شوې دي.
سپینې ماڼۍ همداراز زیاته کړې، چې دغه فرمان د غبرګولي له ۱۹مې اجرا کېږي.
په راپورونو کې د ټرمپ له قوله لیکل شوي: «د هغو هېوادونو نوملړ چې د سفر بندیز پرې لګېدلی، د بیاکتنې وړ دی او کېدای شي نوي هېوادونه هم دې نوملړ ته ور زیات شي، ځکه چې ګواښونه په ټوله نړۍ کې د زیاتېدو په حال کې دي.»

نور خبرونه

رادیو