یوه پاکستاني چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ لنډې جګړې پر اسلام اباد فشار راوست، چې له طالبانو سره خبرې چټکې کړي او یوه توافق ته سره ورسیږي. واشنګټن پوسټ وايي، د اړیکو ددغه رغښت اصلي ګټونکی به چین وي.
نوموړي واشنګټن پوسټ ته له نومښودنې پرته ویلي، چې « همغه وخت ټول اړخونه دې نتیجې ته ورسېدل چې دا د دوی په ګټه ده چې شخړې په ګډه حل کړي».
دغه چارواکی وایي، دواړې خواوې او د دوی چينايي منځګړي د شریکو ګټو له امله دې خبرو اترو ته وهڅېدل.
طالبان د لوېدیزو بندیزونو او د نړیوالو مرستو کمېدو له امله تر سخت اقتصادي فشار لاندې دي او پاکستان د څو یاغي ډلو له خوا ګواښل کېږي او غواړي خپله اوسنۍ پوله خوندي کړي او چین د هغو یاغي بریدونو له امله اندېښمن دی چې په پاکستان کې د بیجنګ د اقتصادي پروژو پر وړاندې خطر جوړوي.
پنځو پاکستاني او طالب چارواکو یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې د دې ستونزمن پرمختګ تر شا د چین اوږدمهاله ډیپلوماټیکې هڅې وې او ددواړو خواوو ترمنځ خبرې محرمانه وې.
کارپوهان وایي، چین غواړي خپل حیثیت د نړیوال منځګړي ځواک په توګه لوړ کړي او د لوېدیزمحوره سولې یو بدیل وړاندې کړي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي له امله د چین پانګونې هم له خطر سره مخ شوې دي، په ځانګړي ډول سیپیک پروژه، چې د اورګاډي کرښې، ژور بندرونه، د تېلو او ګازو نللیکې او صنعتي زونونه پکې شامل دي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې لږ تر لږه ۲۰ چینایان وژل شوي او بیجنګ له پاکستان نه غوښتي چې د چینايي وګړو او پروژو د خوندیتوب لپاره اغېزناک اقدامات وکړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، « دټي ټي پي فعالیتونه تر ډېره مهار شوي. هغوی ته به ویل شوي وي چې ځان سم کړي».
په ورته وخت کې، هند د افغانانو لپاره ویزې اسانه کړې او لوړپوړي چارواکي یې کابل ته استولي، خو طالب مشران چین ته د یوه مهم تجارتي شریک په سترګه ګوري او د واشنګټن پوسټ په وینا، غواړي افغانستان د چین، پاکستان، منځنۍ اسیا او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ مرکز وګرځوي.
یوه طالب چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې «دا نوې دروازې پرانیزي. طالبان هیله لري چې د چین د پانګونې له لارې په سړکونو، د اورګاډو برخه او صنعتي پارکونو کې زرګونه کاري فرصتونه رامنځته شي».
چین نه یوازې اقتصادي، بلکې امنیتي اندېښنې هم لري. دا هېواد تور لګوي چې یاغيان په سنګیانګ ایالت کې، چې یوه مسلمانه اکثریتي سیمه ده، تاوتریخوالی پاروي. چین هلته د سختو تدابیرو له امله د بشري حقونو له نړیوالو غندنو سره مخ دی.
د چین د یوه پوهنتون استاد لین وایي، « چین نشي کولای خپل سرتېري افغانستان ته ولېږي. ټول څه چې کولای شو، دا دي چې د طالبانو له حکومت مرسته وکړو، څو هغوی زموږ مخالفې یاغي ډلې وځپي».
واشنګټن پوسټ وايي، منځلارو طالب چارواکو ته د اقتصادي همکاریو بدل کې ښایي له مسلمانانو سره د چین داخلي چلند په سترګو پټولو وارزي.
د نویو پلانونو له مخې، تمه کیږي چې پاکستان به د چین د سیمه ییزې سوداګرۍ په مرکز کې پاتې شي او افغانستان به له منځنۍ اسیا سره د تړاو په توګه کار وکړي. یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي واشنګټن پوسټ ته وویل: «ټولې چارې باید د پاکستان له لارې وشي».