د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنه وايي د افغان کډوالو ایستل له اخلاقي مسولیتونو سره خیانت دی

۱۹ ساعتونه مخکې

د ایران ایراف اژانس په یوه خبر کې ویلی، چې د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د ټرمپ د حکومت دا پرېکړه غندلې، چې د افغان کډوالو لپاره یې د لنډمهالي خوندي وضعیت لغوه کړی.

دغه ټولنې دا د امریکا د اخلاقي او ملي مسولیتونو سرغړونه ګڼلې ده.

د ایران ایراف اژانس د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې مدني ټولنې د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې سمدلاسه دي د افغانانو د قانوني وضعت د سمون قانون تصویب کړي، ترڅو په دې هېواد کې مېشتو افغانانو ته د دايمي استوګنې د ورکولو لاره هواره شي.

د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې د دولتي اړیکو د برخې مشر رابرټ اس مک کا خبردارۍ ورکړی: «کله چې لنډ مهاله خوندي وضعت موده د ۲۰۲۵ د جولای په میاشت کې پای ورسیږي نو زرګونه افغانان به بې برخلیکه پاتې شي.»

د رسمي شمېرو له مخې، دا پریکړه به د ښځو، ماشومانو او زيان منونکو خلکو په ګډون له ۱۱ زره څخه زیات کډوال اغېزمن کړي، چې ممکن د پراخې ناامنۍ، اقتصادي سقوط او د اساسي خدماتو د سخت نشتوالي سره افغانستان ته ستنیدو ته اړ کړل شي.

یادې ټولنې له دې وړاندې هم د ټرمپ د حکومت هغه پرېکړه غندلې وه چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د افغان او کامرون وګړو لپاره دلنډ مهاله خوندېتوب پروګرام لغوه اعلان کړی و.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «موږ د انساني کډوالۍ پالیسیو دفاع ته ژمن یو.»

دا پریکړه په داسې حال کې شوې ده، چې د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو واکمنۍ او په هیواد کې د بشري بحران په پام کې نیولو سره افغانستان ته د کډوالو جبري ستنېدل د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نویم اعلان وکړ، چې د متحده ایالاتو حکومت به په هیواد کې د میشتو افغان وګړو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام لغوه کړي.

د کورني امنیت وزارت په وینا، د دې پرېکړې عملي پلي کېدل به د ۲۰۲۵ د جولای مياشتي څخه پېل شي.

همداراز، دا پروګرام چې په ۲۰۲۳ کال کې غځول شوې و، ټاکل شوې چې د می میاشتي په ۲۰مه پای ته ورسيږي.

نور خبرونه

رادیو