په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمشنرۍ (UNHCR) رییس عرفات جمال ویلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونې او د هغوی د باعزته ستنېدنې لپاره به ډېر ژر یوه درې اړخیزه ناسته جوړه شي.
د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د دغه وزارت له سرپرست وزیر عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال وکړې.
جمال وویل، چې دغه ناسته به د ملګرو ملتونو، طالبانو او د ایران د چارواکو ترمنځ ترسره شي.
هغه د ایران د چارواکو همکاري وستایله او دا یې د افغان کډوالو د وضعیت د ښه والي لپاره مهم ګام وباله.
نوموړي د ناستې کره نېټه نه ده یاده کړې، خو ویلي یې دي چې ډېر ژر به دغه ناسته ترسره شي.
په دې ناسته کې د مهاجرینو لپاره د سرپناوو برابرولو، عاید موندنې او د اړینو مرستو رسولو پر عملي اقداماتو هم خبرې وشوې.
جمال زیاته کړې چې«یواناېچ سيار» غواړي د کډوالو په ښارګوټو کې د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې له پاکستاني چارواکو سره هم د ورته درې اړخیزې ناستې په اړه خبرې شوې، خو تر اوسه د اسلاماباد له لوري کوم مثبت پرمختګ نه دی شوی.
د کډوالو اړوند درې اړخیزې ناستې په اړه داسې مهال خبرې کیږي چې هره ورځ له ایران او پاکستان څخه افغان کډوال اېستل کیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان زېږدیز کال له پېل راهیسې له یادو دواړو هېوادونو څخه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې نږدې نیمایي برخه یې شړل شوي دي.
همدا راز پاکستان ګواښ کړی، چې د جون میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته به په دغه هېواد کې د هغو افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر هم پیل کړي چې د ملګرو ملتونو (پي او ار) کارتونه لري.
که څه هم نړۍوالو بنسټونو له دغه هېواده غوښتي، چې د افغان کډوالو بهیر ودروي خو اسلام اباد پرې غوږونه کاڼه کړي دي.
هممهاله ایراني چارواکو هم ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې له طالبانو سره خبرې کړې دي او هغوی چمتو دي چې په تدریجې توګه دغه لړۍ پیل شي.