د فوټبال نړیوال جام لپاره چمتووالی؛ د سعودي پانګوالو صندوق د فیفا کلب جام رسمي شریکوال شو

پرون

یوه اونۍ مخکې له دې چې د فیفا کلب نړیوال جام رسمي پيل وشي، د سعودي عربستان عامه پانګوالو صندوق (PIF) د دې میاشتنی نړیوالو سیالیو رسمي شریک اعلان شو. دا سیالۍ به د جون له ۱۴مې څخه د جولای تر ۱۳مې د امریکا په بېلابېلو لوبغالو کې ترسره کېږي.

د سعودي عربستان دا اقدام د ۲۰۳۴ کال د فیفا نړیوال جام د کوربتوب په موخه د اوږدمهال چمتووالي یوه برخه بلل شوې ده. د PIF مشر، محمد السیاد، په خپره شوې اعلامیه کې ویلي:"PIF غواړي د سپورټ په ډګر کې یو مثبت، دوامدار او ژور بدلون رامنځته کړي، له لوبغاړو او مینه‌والو نیولې، تر کوربه ټولنو پورې. موږ د فوټبال نړیوال پرمختګ ته ژمن یو، لکه څنګه چې تېر کال مو د CONCACAF سره شراکت اعلان کړ، او لا هم پانګونه روانه ده."
د فیفا کلب نړیوال جام، د نړۍ له مشهورو فوټبال کلبونو څخه جوړې شوې سیالۍ دي. سږ کال دا سیالۍ د شنبې په ورځ (جون ۱۴مه) پیلېږي، چې پکې به د لیونل میسي لوبډله، انټر میامي (د امریکا MLS لیګ)، د مصر له پیاوړي کلب "الاهلي FC" سره لوبه وکړي — الاهلي د CAF اتلانو لیګ درې ځلې قهرمان پاتې شوی.

د Opta Power Rankings له مخې، د سږ کال پنځه تر ټولو قوي لوبډلې:پاریس سن جرمن (فرانسه)، منچسټر سيټي (انګلستان)، بایرن مونیخ (جرمني)، انټر میلان (ایټالیا)، ریال مادرید (هسپانیا) دي.

د ګروپي پړاو سیالۍ به د جون له ۱۴مې تر ۲۶مې پورې روانې وي، وروسته به د حذف پړاو د جون ۲۸مې څخه پيلېږي. پایلوبه به د جولای په ۱۳مه، د نیو جرسي ایالت په میټ لایف لوبغالي کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو