د طالبانو د رېل پټلۍ اداره: افغان شرکتونه د تورغونډۍ -سپین بولدک رېل پټلۍ نه شي جوړولای

پرون

سره له دې چې قزاقستان د افغانستان له لارې د اورګاډي نښلوونکې پروژې لپاره نیم میلیارد ډالره پانګونه پلان کړې، د طالبانو د رېل‌پټلۍ ادارې سلاکار وايي، چې افغان شرکتونه د تورغونډۍ–سپین بولدک رېل پټلۍ نه شي جوړولای.

د طالبانو د رېل‌پټلۍ ادارې ستر سلاکار میرویس غفوري له ټایمز اف سنټرل اېشیا سره په مرکه کې ویلي، چې دا لا ډېره زر ده چې ووایي څوک به د تورغونډۍ، هرات، کندهار او سپین بولدک رېل پټلۍ جوړه کړي، خو اعتراف کوي، چې « افغان شرکتونه دا کار نشي کولی.»

قزاقستان پلان لري چې په ۱۱۵ کیلومتره اوږدوالي د تورغونډۍ–هرات د اورګاډي پټلۍ په جوړولو کې ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي. دا پروژه، چې له تورغونډي څخه تر سپین بولدک پورې غځېږي، منځنۍ اسیا د جنوبي اسیا له بازارونو سره نښلوي.

د غفوري په وینا، د افغانستان غرنۍ جغرافیې له امله، دا پروژه لږ تر لږه دوه تر درې میلیارد ډالره لګښت غواړي.هغه زیاتوي، « ستونزه داده چې کابل، د بندیزونو او د طالبانو د حکومت د ناپېژندل کېدو له امله، نشي کولای له نړیوالو مالي ادارو لکه نړیوال بانک یا د اسیا پراختیایي بانک څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړي».

هغه زیاته کړې: «خو موږ تمه لرو چې قزاقستان به نه یوازې دا پروژه، بلکې د افغانستان اقتصاد کې هم پانګونه وکړي. د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا تر منځ تر ټولو لنډه لاره له افغانستان څخه تېریږي. که دا رېل‌پټلۍ جوړه شي، قزاقستان او نور هېوادونه به وکولای شي خپل کرنیز محصولات هند، پاکستان او بنګله‌دېش ته صادر کړي.»

د غفوري په وینا،کابل او استانه دا مهال د دې پروژې د امکان‌سنجونې پر مطالعاتو بوخت دي.

د ټایمز اف سنټرل اېشیا په وینا، طالبان هڅه کوي ټولې هغه پخوانۍ منطقوي او بین‌المنطقوي پروژې بیا راژوندۍ کړي چې مخکې اعلان شوې وې، څو له همدې لارې بهرنۍ پانګونه جلب کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د استانه نړیوال فورم په څنډه کې ویلي و: «موږ پلان لرو چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې پراخې د انرژۍ او زیربناوو پروژې پرمخ یوسو.»

هغه ټینګار کړی و چې افغانستان یوازې هغه وخت وده کولی شي چې اقتصادي مرسته ورسره وشي.

نوموړي په تازه مرکه کې ویلي، «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان وضعیت زموږ له لیدلوري وګوري، نه د لویدیځ له پروپاګند څخه. موږ ۱۵ میلیونه ځوانان لرو چې کار ته اړتیا لري او ډېر خلک وږي دي. د ښځو د حقونو مساله به هم هواره شي. ښځې هم کولای شي د اقتصادي ودې مهمه برخه وي.»

په همدې حال کې، کابل ښايي خپلې اړیکې له هغو هېوادونو سره پراخې کړي چې د بشري حقونو پر مسالو ټینګار نه کوي او پر ځای یې له افغانستان سره عملي چلند غوره کړی. قزاقستان بې‌شکه له دې هېوادونو څخه یو دی.

د طالبانو له خوا قزاقستان ته نومول شوی سرپرست استازی محمد رحمان رحماني له دې رسنۍ سره په مرکه کې وايي: «په تېرو څو کلونو کې موږ له قزاقستان سره ښې اړیکې جوړې کړې دي، چې د سیمې تر ټولو لوی اقتصاد لري. اوس تمه لرو چې اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړو.»

همداراز، عزیزي قزاقستان د افغانستان لپاره "نمونه هېواد" یاد کړ او ویې ویل چې استانه د افغان خصوصي سکتور لپاره ټولې دروازې پرانیستې دي.

نور خبرونه

رادیو