پر وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو د طالبانو پر کمواکۍ له نیوکو سره سم، نن د دې ډلې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل په دوو سيمو کې یې د عملياتو پرمهال یو شمېر سپکې او درنې وسلې نیولي دي. د طالبانو په وینا، د دې پوځي تجهیزاتو ترڅنګ یې دوه شکمن کسان هم نیولي.
د طالبانو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د کابل ښار د ۲۱مې ناحيې او د سروبي ولسوالۍ په سيمو کې يې د دوو جلا عملیاتو پر مهال دوه شکمن کسان یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیول شویو وسلو کې «۵ کلاشینکوفونه، ۶ ټوپکونه، یو امریکايي ې راکټ لانچر او یو شمېر نور مهمات هم شامل دي.»
طالبانو که څه هم د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی؛ خو ویلي یې دي، چې دا کسان تر څېړونو لاندې دي او اړوند ادارو ته به وسپارل شي. طالبانو د نیول شویو وسلو په اړه هم نور جزيات نه دي ورکړي.
پر طالبانو نیوکې کيږي، چې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته یې د امریکا پاتې شوې وسلې په تور بازار کې پلورل کېږي او ځيني وسلهوالې ډلې ورته په اسانې لاسرسی لري.
څو ورځي وړاندي افغانستان انټرنشنل د خپلو سرچینو له قوله په یو څېړنيز راپور کې ویلي و، چې د جیش العدل ډلې غړو امریکایي سپکو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
راپور زیاتوي، د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۳۰مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو جنګیالیو په پاکستان کې په خپلو بریدونو کې امریکایۍ وسلې کارولې دي.
افغانستان انټرنشنل ته یو شمېر سرچینو تایید کړې وه چې په افغانستان کې د جمهوري دولت د سقوط پر مهال جیش العدل د افغان ځواکونو یو شمېر امریکايي وسلې تر لاسه کړې دي.