په خیبر پښتونخوا کې د روان کال په اوږدو کې د امنیتي او ترهګریزو پېښو له امله لږ تر لږه ۷۴۵ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي، چې د پولیسو، سرحدي ځواکونو (ایف سي) غړي او ولسي وګړي پکې شامل دي. دا معلومات په یوه تازه ایالتي رپوټ کې وړاندې شوي دي.
د رپوټ له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په ۱۵ولسوالیو کې د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۵۴پولیس سرتېري وژل شوي او ۷۵نور ټپیان دي. په ورته وخت کې، ۹۵ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵۶ټپیان شوي دي.
تر ټولو ډېر زیان د بنو او شمالي وزیرستان په ناامنه سیمو کې اوښتی.
په بنو کې ۱۶۷ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي، په داسې حال کې چې په شمالي وزیرستان کې ۱۳۶پېښې ثبت شوې دي.
په بنو کې ۱۹پولیس سرتېري وژل شوي دي، چې د ایالت په کچه تر ټولو لوړ شمېر دی.
رپوټ وايي، چې په ډېره اسماعیل خان کې ۹ پولیس، په کوهاټ کې اووه، پېښور کې پنځه، جنوبي وزیرستان کې څلور او په خیبر ولسوالۍ کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي.
رپوټ وايي، چې سرحدي ملېشو (ایف سي) هم سخت زیان لیدلی.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) د معلوماتو له مخې، ۴۱ ایف سي سرتېري وژل شوي او ۶۳نور ټپیان شوي دي.
په کورمه ولسوالۍ کې ۱۲ او په شمالي وزیرستان کې ۹ ایف سي سرتېري وژل شوي دي.
رپوټ همداراز ښيي چې ۹ خاصه دار سرتېري هم وژل شوي او ۱۸نور ټپیان دي. دا ځواکونه اوس د پولیسو په جوړښت کې شامل شوي دي.
په رپوټ کې ولسي وګړي هم د ناامنۍ تر ټولو ډېر قربانیان بلل شوي. په بنو کې ۱۹، جنوبي وزیرستان کې ۱۳ او شمالي وزیرستان کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.
دغه شمېرې ښيي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دی او حکومت د وسله والو ډلو په کنټرول او امنیت راوستلو کې له ستونزو سره مخ دی.
په خیبر پښتونخوا کې ډېری بریدونه د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ اتحاد المجاهدین شورا کوي، چې دواړې ډلې ددغه هېواد د پوځ او حکومت خلاف له اوږدې مودې راهیسې وسله وال فعالیت کوي.