د متخصصانو خبرداری: څیړنه ښيي چې لوږې د شکرې ناروغۍ یو نوی پټ ناورین راټوکولی

۸ ساعتونه مخکې

د متخصصینو یوې ۵۰کسیزې ډلې ویلي چې د لوږې او خوارځواکۍ له امله د رامنځته شوې شکرې ناروغۍ بڼه باید په رسمي ډول وپېژندل شي، ځکه ښایي شاوخوا ۲۵ میلیونه کسان پرې اخته وي.

د ناروغۍ دغه لږ پېژندل شوې بڼه چې «د شکرۍ ۵ ډول» بلل کېږي، زیاتره د هغو تنکیو ځوانانو او ځوانانو ترمنځ لیدل کېږي چې وزن یې کم وي یا یې په ماشومتوب کې سخته لوږه لیدلې وي.

خو اندېښنه داده چې دغه اغیزمن خلک زیاتره په افریقا او د سویلي اسیا په لرې پرتو او بیوزلو سیمو کې ژوند کوي چېرې چې سمه درملنه نه شي‌ ترلاسه کولی.

دغه متخصصین وایي چې د پنځم ډول شکرې له نورو ډولونو سره ګډېدل مرګونې پایلې لرلای شي.

د سویډن د لونډ پوهنتون د اندوکراینولوژۍ پروفیسور او د "لانسیټ" په معتبر ژورنال کې د خپرې شوې مقالې شریک لیکوال ډاکټر الان واګ ټینګار کوي چې دا ناروغي باید جدي وپېژندل شي.

هغه وویل: «موږ په دقیق ډول نه پوهېږو چې څومره کسان پرې اخته دي، ځکه دوی د نړۍ په هغو سیمو کې ژوند کوي چې تر ټولو لږې روغتیايي اسانتیاوې او څېړنې پکې شته.

د هغه په وینا، اوږدې خوارځواکۍ د پانکراس وده ټکنۍ کړې ده، هغه غړی چې انسولین تولیدوي او د وینې بوره تنظیموي او بدن نشي کولی کافي انسولین جوړ کړي.پایله یې یوه سخته او وژونکې ناروغي ده چې کولی شي د شکرې د نورو ډولونو په څېر ستونزې وزېږوي لکه ړوندوالی، عصبي زیان، د پښتورګو کمزورتیا، د پښو یا لاسونو داسې ټپونه چې نه رغېږي او د پرې کولو لامل کېږي یا حتا له وخت نه مخکې مړینه.

کارپوهان وايي، پنځم ډول شکر له لومړي او دویم ډول څخه په بیولوژیکي ډول بېل دی او د درملنې بله تګلاره غواړي.

لومړی ډول شکر، چې شاوخوا ۱۰ میلیونه کسان پرې اخته دي، د بدن د دفاعي سیستم ناروغي ده چې د پانکراس انسولین جوړوونکې حجرې له منځه وړي. ناروغان هېڅ انسولین نه تولیدوي او باید ټول عمر د انسولین ستنې یا پمپونه وکاروي.

دویم ډول شکر، چې د نړۍ ۹۵ سلنه پېښې جوړوي، هغه وخت رامنځته کېږي چې بدن انسولین جوړوي خو ورته مقاومت پیدا کوي. دا ناروغي له چاغښت سره تړاو لري او د خوړو کنټرول، ورزش او درملو په وسیله اداره کېږي.

درېیم او څلورم ډولونه چې نادر دي، د پانکراس ځانګړو ناروغیو لکه (سیسټیک فایبروسس) او یا د امیندوارۍ له امله رامنځته کېږي.

خو پنځم ډول د ډاکټرانو په وینا، نه د معافیتي برید له امله دی او نه د انسولین مقاومت له کبله؛ بلکې یوه جلا ناروغي ده. په دې ډول کې ناروغان انسولین تولیدوي او مقاومت هم نه لري، خو د هغوی پانکراس پوره نه وي وده کړې او انسولین یې کافي نه وي.

همدا لامل دی چې د پنځم ډول ناروغانو د لومړي یا دویم ډول په طریقه درملنه اغېزناکه نه ده، ان تاواني هم کیدلی شي. دوی ته یوه جلا درملنیزه تګلاره په کار ده، د انسولین ورکول، خو ورسره د اوږدمهاله خوارځواکۍ ستونزې او د ماشومتوب د خوړو د کمي اغېزې هم باید په پام کې ونیول شي.

څېړونکي اوس هڅه کوي چې پنځم ډول شکر په رسمي ډول وپېژندل شي، څو د څېړنې او مالي مرستو دروازې ورته پرانستل شي او د درملنې لارې چارې په ښه ډول وموندل شي.

نړیوال روغتیايي سازمان په ۱۹۸۵م کال کې دغه ناروغي د "خوارځواکۍ اړوند شکرې" تر نوم لاندې وپېژندله، خو په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې له رسمي لېست څخه لرې کړه، ځکه بحث په دې و چې ایا یوازې خوارځواکي کولی شي شکر رامنځته کړي که نه.

خو د امریکا د البرت انشټاین طبي پوهنتون او د هند د ویلور د شکر څېړنیز مرکز یوې ګډې څېړنې، چې ۸ کاله یې دوام وکړ، زرګونه داسې ناروغان وموندل چې د خوارځواکۍ اړوند شکر یې درلود او دا موضوع یو ځل بیا راپورته شوه.

په جنورۍ کې له ۵۰ زیات نړیوال متخصصین په ویلور کې راټول شول، څېړنې یې وکړې او پرېکړه یې وکړه چې دا پایلې دومره پیاوړې دي چې د شکر لپاره یوه نوې طبقه بندي رامنځته کړي.

دوی په "لانسیټ" کې په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «موږ د شکرې ناروغۍ له ټولنې غواړو چې د ناروغۍ دغه جلا بڼه په رسمیت وپېژني، د هغې په فیزیولوژي، بڼې او درملنې باندې نورې څېړنې وهڅوي، څو میلیونونو ناروغانو ته ګټه ورسوي، په ځانګړې توګه په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې.»

د امریکا او هند ډاکټرانو د تحقیق له مخې، د پنځم ډول شکرې ډېرې پېښې په بېوزلو او کلیوالو سیمو کې لیدل شوې، په ځانګړي ډول په پاکستان، ایتوپیا او اندونیزیا کې.

نور خبرونه

رادیو