مکرون: د ایران پر وړاندې د «ماشه مکانېزم» فعالېدل حتمي دي

۳ ساعتونه مخکې

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې د ایران پر وړاندې د «ماشه مکانېزم» د فعالېدو پرېکړه وروستۍ ده او دا به د سپټمبر میاشتې په پای کې عملي شي.

مکرون د اسراییلو د « ۱۲شبکه» رسنۍ له یوه خبریال سره په مرکه کې وویل: «هو، زه داسې فکر کوم، ځکه وروستي وړاندیزونه چې له ایران څخه مو ترلاسه کړي جدي نه دي.»

د هغه په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هڅه وکړه یو منطقي وړاندیز وړاندې کړي، خو د خپل حکومت دننه یې اړین ملاتړ تر لاسه نه کړ.

مکرون زیاته کړه، د ایران وروستی وړاندیز چې اروپایي درې‌ګونو ته شوی و، یوازې د څو میاشتو ځنډ غوښتنه وه او هېڅ عملي اقدام پکې نه و.

د مکرون په وینا، ایران یوازې سیاسي ژمنې کړي، خو پر عمل یې هېڅ ګام نه دی پورته کړی.

نور خبرونه

رادیو