روسیې د زر اوکرایني سرتېرو مړي کیېف ته وسپارل

۲ ساعتونه مخکې

اوکراین اعلان کړی چې د خپلو هغو زر تنو سرتېرو جسدونه یې ترلاسه کړي، چې د مسکو او کیېف ترمنځ په جګړو کې وژل شوي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، د استانبول د سږکال د خبرو پر بنسټ، د دواړو لوریو ترمنځ په څو پړاوونو کېله ۷۰۰۰ ډېر جسدونه اوکراین ته انتقال شوي، چې ډېری یې لا هم نه‌دي پېژندل شوي.

د بندیانو د چارو د همغږۍ شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، له دغو جسدونو سره به د هویت د معلومولو پروسه ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو