له پاکستانه د افغان کډوالو د سنتولو دویم پړاو پر دوام؛ تېره ورځ ۹۲۲ افغانان به جبري توګه له دغه هېواد څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې ویلي، چې د دغه کدوالو په ډله کې ۹۶ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۸۲۶ نور بېاسناده افغانان شامل دي.
د دغه ادارې لهخوا خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې راغلي، چې ۹۱۴ تنه د تورخم او ۸ نور یې د انګور ادې له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
بل خوا د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې یوازې پرون ۱۲۱۷ کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ۱۲۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۳۰۶ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۷۱۴ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
که څه هم د پاکستاني پولیسو لهخوا د افغان کډوالو د اېستلو عملیات یو څه تت شوي؛ خو په بشپړه توګه لا نه دي بند شوي او لا هم په بېلابېلو ایالتونو کې پولیس وخت ناوخت کوڅه په کوڅه بې اسناده کډوالو پسې ګرځي.
له دې سره هممهاله له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په چټکۍ سره روان دی، چې په افغانستان کې یې روان بشري ناورین لا پسې پراخ کړی دی.
اندېښنې دا دي، چې طالبانو لا وار دمخه هېواد له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ناورین سره مخ کړی چې د دغو کډوالو په ستنېدو سره به یې وضعیت لا ترینګلی شي.
له تېرو نږدې څلور نیم کالونو راهیسې بې وزلي او بې روزګاري هم لوړې کچې ته رسېدلې، چې د بشري سازمانونو په باور تازه ستنېدونکي افغانان به هم د دغه ناورین برخه شي.
له دې ور هاخوا د سرپناه نشتوالی هم د دغو ستنېدونکو لپاره یوه جدي ننګونه ده او طالبان د دغو اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.