طالبانو په لغمان او پروان ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون درې کسان له کوره د تېښتې او تښتولو او همداراز د زنا په تور په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا - جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې دوه کسان په لغمان ولایت کې په شپږ - شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ - ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یوه بله مېرمن بیا په پروان ولایت کې یوازې په ۳۹ دُرو محکومه شوې، چې په عام محضر کې په دُرو وهل شوې ده.