ندا محمد ندیم د طبي سکتور په پياوړتيا ټينګار وکړ

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د کابل د طبي پوهنتون له علمي شورا څخه غوښتي، چې د طبي سکتور د پياوړتيا لپاره کار وکړي.

نوموړي ویلي: «یوازې امام، قاضي او مفتي نه، بلکې د اقتصاد او زراعت استادان هم د نبي وارثین دي.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د سې شنبه په ورځ ( د غبرګولي ۱۳مه) د کابل طبي پوهنتون په علمي شورا کې ویلي، چې هر مسوول او امیر په خپله برخه کې د نبي وارث بلل کېږي او باید خپل مسوولیت په ښه توګه تر سره کړي.

نوموړي ویلي، چې یوازې مشرتابه د دې هر څه مسوولیت نه لري.

ندیم زياته کړې، چې دوی د لوړو زده کړو په برخه کې د خلکو، ټولنې او روغتیایي برخه کې د ستونزو د حل په موخه هر ډول وړاندیزونه مني.

هغه وویل: «د استاد هره مشوره، وړانديز او غوښتنه، چې د ټولنې، خلکو او روغتیایي برخې په ګټه وي موږ ورته پاملرنه کوو.»

نوموړی په داسي حال کې د روغتیایي برخې پر پياوړتيا ټينګار کوي، چې له تېرو څه باندې دوو کلنو راهیسې د نجونو پروړاندې د هر ډول طبي زده کړو دروازې بندې دي او په ډېرو روغتيايي مرکزونو کې هم ښځينه روغتياپالانې نشته.

طالبان که څه هم په ښکاره ډول په روغتيايي مرکزونو کې ستونزې کمې يادوي؛ خو په لرو پرتو سيمو کې د ښځينه روغتیاپالانو کمی تر بل هر وخت زيات محسوسېږي او خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

دغه ډله له بهرنیانو سره په ټولو لیدنو کې د روغتيايي مرستو پر ډېرېدو ټينګار کوي.

نور خبرونه

رادیو