د جرمني محکمه: افغان محلي کارکوونکي د وېزې نه ور کولو له امله پر جرمني عریضه نه شي کولای

پرون

د برلین عالي اداري محکمې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د جرمني محلي کارکوونکي د ویزې نه صادرېدو له امله ددغه هېواد پر حکومت دعوه نه شي کولای.محکمه وايي، حکومت قانوني مکلفیت نه لري چې د داخلې یا انټري ویزې ور کول تضمین کړي.

محکمې اعلان کړی چې د جرمني حکومت هېڅ قانوني مکلفیت نه لري چې د داخلې ویزې ور کول تضمین کړي، حتا که یو غوښتنلیک ټول شرایط هم پوره کړي.

دغه پرېکړه د یوه افغان او د هغه د کورنۍ له عریضې وروسته شوې، چې غوښتل یې د جرمني ویزې ترلاسه کړي.

د دغه افغان وېزه، چې وایي د طالبانو له‌خوا له ګواښ سره مخ دی، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې رد شوې وه.

نوموړي د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې دعوه ثبت کړه، خو محکمې یې دعوه بې‌بنسټه وبلله.

په ورته وخت کې، د روان کال په می میاشت کې هم یوې۱۴ کسیزې افغانې کورنۍ د جرمني د بهرنیو چارو پر وزارت عریضه وکړه. د کورنۍ یوې غړې، چې لیکواله ده، وویل چې له دوی سره د فدرالي منلو پروګرام لاندې د منلو ژمنه شوې وه، خو ۱۶ میاشتې کېږي چې په پاکستان کې انتظار باسي او تر اوسه د جرمني ویزې نه دي ورکړل شوې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تازه ویلي، چې په پاکستان کې میشت ۲۵۰۰ هغه افغانان به انتقال کړي، چې حکومت ورسره د منلو ژمنې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو