په کابل کې له ملګرو ملتونو سره یو شمېر افغان ښځینه کارکوونکې د ناڅرګندو کسانو له خوا ګواښل شوې دي، چې له امله یې اړې شوې د دفتر پر ځای له کوره کار وکړي.
ملګرو ملتونو تایید کړې چې په کابل کې یې څو ښځینه کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل شوې دي. دې ادارې دغه ګواښونه جدي بللي او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره یې لنډمهاله تدابیر نیولي دي.
یو شمېر ښځو چې د ملګرو ملتونو له بېلابېلو ادارو سره کار کوي، د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس اژانس ته ویلي، چې هغوی ته پر سړک او د ټیلفون له لارې ګواښونه شوي او ورته ویل شوي چې «له کوره مه وځئ .»
د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې، چې مستعار نوم یې هدا دی وايي چې له څو اونیو راهیسې ورته داسې پیغامونه راځي چې له "بهرنیانو سره د کار کولو" له امله پکې دې ته سپکاوی کېږي.
هدا وايي: "پیغامونه هر وخت راځي او تل پکې موږ ځورول کیږو، پیغامونو کې لیکل شوي «که بیا دې ووینم په بد حال به دې کړم.»
هغې وویل چې دفتر یې ورته سپارښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې له کوره کار وکړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو ماموریت (یوناما) تایید کړې چې د دې ادارې ښځینه کارکوونکې ګواښل شوې دي.
دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي: «په کابل کې د ملګرو ملتونو څو ښځینه کارکوونکې د ناڅرګندو کسانو له خوا د خپلې دندې له امله ګواښل شوې دي.»
ملګرو ملتونو دا ګواښونه "ډېر جدي" بللي او ویلي یې دي چې د کارکوونکو د امنیت او خوندیتوب لپاره یې "لنډمهاله" تدابیر نیولي دي.
طالبانو، چې له ۲۰۲۱ راهیسې د واک له ترلاسه کولو وروسته د ښځو پر وړاندې د "جندر اپارتاید" له امله تورن شوي، په دې قضیه کې ښکېلتیا رد کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا ډول ګواښونه "جُرم" بللي او ویلي یې دي چې پولیس به یې پر ضد اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د افغانستان له شاوخوا ۴۵ میلیونه نفوس څخه درې پر څلورمه برخه خلک د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.