اسټرالیا مېشتي افغان ځوان لمر کټوازي د بارسلونا اکاډمۍ پام ځان ته اړولی

پرون

یواځې ۱۶ کلن دی، خو لمر کټوازی له همدا اوس نه د فوټبال په نړۍ کې د یوه ستوري په توګه راڅرګند شوی. دغه افغان-استرالیایي ځوان چې د اسټرالیا د پلازمېنې کنبیرا په یوه مخکښ کلب کنبیرا کروشیا کې د بریدګر په توګه لوبې کوي، نه یوازې د فوټبال، بلکې د فوټسال په ډګر کې هم ځان ثابت کړی.

لمر کټوازی په ۲۰۲۴ کال کې خپل کلب ته د ملي غوره لیګ (NPL) اتلولي وګټله او درې ځله یې د دغه لیګ د سرو زرو بوټ جایزه ترلاسه کړې، چې دا جایزه هر کال تر ټولو زیات ګول وهونکي لوبغاړي ته ورکول کېږي.

د لمر کټوازي پلار فضل کټوازي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ټاکل شوې نوموړی په ۲۰۲۵ کال کې د ملبورن د ځوانانو ملي ټورنمنټ کې د کنبرا استازیتوب وکړي.

هغه تر دې دمه درې ځله د فوټبال سکالرشیپ ګټلی او په ۲۰۲۳ کال کې د استرالیایي رسنۍ اې بي سي له خوا د یوه مخ پر ودې سیمه‌ییز استعداد په توګه معرفي شو. په همدغه کال کې د هغه فوټسال ټیم په سیدني کې د ملي سیالیو اتل شو.

وروستۍ ستره لاسته راوړنه یې د نړۍ تر ټولو مشهورې اکاډمۍ نه بلنلیک ترلاسه کول دي.

لمر کټوازی دا مهال د هسپانیې د بارسلونا فوټبال اکاډمۍ له خوا بلل شوی. دا بلنه داسې مهال ترلاسه کوي چې دوه کاله وړاندې یې برازیل ته د فوټسال لپاره هم بلنلیک ترلاسه کړی و.

نوموړی دا مهال د لسم ټولګي زده‌کوونکی دی او د ۲۰۲۶ کال لپاره یې د سیدني ایف سي اړوند اېرنډیل کالج کې د ګډون وړاندیز هم ترلاسه کړی.

دا ټولې لاسته راوړنې که د هغه له عمر سره پرتله شي، نو د یوه فوق‌العاده استعداد نښې پکې ښکارېږي.

سره له دې چې لمر په استرالیا کې روزل شوی، خپلې افغانې ريښې او هویت یې هېر نه دي.

د هغه ستره هیله دا ده چې یوه ورځ د افغانستان لپاره د فوټبال او فوټسال په لوبو کې په نړیواله کچه ولوبیږي.

نور خبرونه

رادیو