د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې ددغه هېواد په ودانیز سکتور کې درې میلیارده ډالره پانګونه کوي.
میرویس عزیزي د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې په دغه سفر کې یې د قزاقستان له مهمو دولتي چارواکو سره جلا-جلا لیدنې ترسره کړې، چې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر فرصتونو یې تمرکز درلود.
په دغه سفر کې، د عزیزی شرکت رییس د قزاقستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر مراد نورتلیو سره د هغه په دفتر کې کتلي او یاد قزاق چارواکي ژمنه کړې، چې د قزاقستان دولت به د عزیزي شرکت پانګونو ته پوره ملاتړ او لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.
عزیزي وايي، چې د سفر په لړ کې یې د قزاقستان د پلازمېنې استانې او الماتا ښارونو له ښاروالانوسره په لیدنو کې د ساختماني سکتور د پانګونې فرصتونه، شرايط او طرحې څیړلي دي.
د عزیزی شرکت د پلان له مخې، ټاکل شوې په قزاقستان کې شاوخوا ۳میلیارده ډالره پانګونه وشي، چې یوه مهمه برخه به یې د دغه هېواد په یوه ښار کې تر ټولو لوړې ودانۍ جوړولو ته ځانګړې شي.
نوموړی وايي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره به تخنیکي ټیم ډېر ژر د لوی اختر له رخصتیو وروسته قزاقستان ته سفر وکړي او خپلې سروي او تخنیکي ارزونې به پیل کړي.