د منځنۍ او سویلي اسیا نښلوونکې رېل پټلۍ د مزار شریف او لوګر له لارې تېرېږي

۳ ورځې مخکې

د ازبکستان-افغانستان-پاکستان رېل‌پټلۍ چې د ازبکستان له تاشکند څخه د افغانستان د مزارشریف او لوګر له لارې د خیبر پښتونخوا تر کورمې ولسوالۍ غځېږي، تمه ده چې د منځنۍ او سویلي اسیا د نښلولو لپاره یوه مهمه پروژه وګرځي.

دا ۵۷۳ کیلومتره اوږده رېل‌لار نه یوازې دا چې درې هېوادونه سره تړي، بلکې د ټولې سیمې لپاره ستراتیژیک، اقتصادي او سیاسي اهمیت لري.

د دغې رېل‌لار پټلۍ ډېره برخه د افغانستان له خاورې تېرېږي؛ له شمالي ولایت بلخ (مزارشریف) نیولې، تر مرکزي ولایت لوګر پورې او له هغه ځایه بیا د خیبر پښتونخوا کورمې ولسوالۍ ته رسېږي.

ټاکل شوې ده چې د ۴.۸ میلیارده ډالرو په لګښت سره به دغه پروژه منځنۍ اسیا له پاکستاني بندرونو سره ونښلوي. دا پروژه به د سیمې سوداګري، اقتصادي پراختیا او سیمه‌ییز اتصال ته پراخ فرصتونه برابر کړي.

د روان کال په پیل کې د ازبک ولسمشر شوکت میرضیایوف او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ترمنځ د تاشکند په غونډه کې پرېکړه وشوه چې درې‌واړه هېوادونه به یوه درې‌اړخیزه همغږې کوونکې کمیټه جوړوي.

یاده کمیټه به د پاتې تخنیکي مطالعاتو، مالي منابعو او د پلیتابه پر لارو چارو څارنه کوي، څو دا ۴.۸ میلیارد ډالري پروژه د ۲۰۲۷ کال تر پایه بشپړه شي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان مرستیال لومړي وزیر په ټیلیفوني خبرو اترو کې د یو‌اې‌پي رېل‌پټلۍ پروژې د تړون پر نهایی کېدو هوکړه وکړه.

ولې دا پروژه مهمه ده؟

تمه کېږي چې دا زیربنایي پروژه به د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ سوداګري او ترانزیتي نښلېدنه کې بنسټیز بدلون راولي.

دغه رېل‌لار به د ازبکستان د ترمز له ښار څخه د افغانستان د مزارشریف او لوګر له لارې د کورمې ولسوالۍ "خرلاچي" ته غځیږي او له دې لارې پاکستان ته غځېږي.

پاکستاني چارواکي تمه لري، چې دا پروژه به د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د مالونو د لېږد موده تر پنځو ورځو راکمه کړي او د ترانسپورټ لګښتونه به لږ تر لږه ۴۰ سلنه کم کړي.افغانستان هم له دې پروژې نه مستفید کیږي، ځکه ستره برخه یې د افغانستان له خاورې تېریږي.

د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي: «دا رېل‌پټلۍ یوازې د مالونو د لېږد لپاره نه ده، بلکې دا د ۲۴۰ میلیونه پاکستاني وګړو اقتصادي امکانات خلاصوي، مرکزي اسیا ته د ګرمو اوبو بندرونو ته بې‌ساري لاسرسی برابروي او د سیمې د سوداګرۍ بڼه بدلوي.»

د ازبک چارواکو په وینا، تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا رېل‌پټلۍ هر کال تر ۱۵میلیونه ټنه توکي ولېږدوي. د سیمې د هغو هېوادونو لپاره چې د سمندر له بندرونو بې‌برخې دي، دا پروژه به نړیوالو بازارونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي دا پروژه «یوازې رېل‌پټلۍ نه، بلکې د باور پُل» او د سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ یو «تاریخي پرمختګ» بللی دی.

د چین رول او سیمه‌ییز بدلون

د ګلف نیوز د رپوټ له مخې، یاده پروژه د چین د «یو کمربند، یوه لاره» نوښت سره همغږې ده. شنونکي وايي، بیجینګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همغږۍ هڅونه کړې او دا د سیمې په نوي جیوپوليټیک کې د هند رول پیکه کولای شي.

د دې پروژې په پلیتابه سره د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د بار وړلو وخت ۵ورځې راکمیږي، د توکو لېږد ۴۰ سلنه ارزانه کېږي او د مرکزي اسیا هېوادونه له عربي سمندر سره نښلي.

نور خبرونه

رادیو