په تاجکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د دغه هېواد پولیسو د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لپاره کور په کور پلټنې پیل کړې دي، چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

له پاکستان او ایران څخه وروسته تاجکستان هم د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ په لسګونه افغانان تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري توګه لېږدوي.

په دغه هېواد کې یوه مېشت افغان د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، « له دې وېرې چې پولیس مو پېدا نه‌کړي، په خپلو کورنو کې بند پاتې یو؛ خو اوس پولیسو کور په کور پلټنې هم پیل کړې دي.»

دغه سرچینه زیاتوي، سره له دې چې په تاجکستان کې مېشت افغان کډوال په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري؛ خو بیا هم نارینه، ښځې او ان تر ۱۵ کالو لوړ عمر لرونکي ماشومان د پولیسو له‌خوا نیول کېږي او افغانستان ته په جبري توګه ستنول کېږي.

سره له دې چې د اېستل شویو کډوالو د کره شمېرو په تړاو معلومات نشته؛ خو تاجکستاني چارواکي ادعا کوي، چې یوازې هغه افغانان له دغه هېواده باسي چې په تاجکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر تر دې وړاندې له تاجکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې وه.

تر دې وړاندې (د غبرګولي په ۱۰مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې ۴۹ افغان کډوال له تاجکستان نه افغانستان ته په لومړي ځل ستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت ویلي و، چې یاد کډوال (د غبرګولي په ۷مه او ۸مه نېټه) د کندوز ولایت، شېر خان بندر له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي.
له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر تر هغه وروسته پیل شو، چې له تېر یو نیم کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغانان په جبري توګه اېستل کېږي او دغه لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده.

د یادولو وړ ده، چې زرګونه کسان د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته د ایران، پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته په قانوني او ناقانونه توګه کډوال شوي.
ډېری دغه کسان د دولت پخواني مامورین، خبریالان، د مدني ټولنې فعالان، د ښځو د حقونو فعالان او هغه کسان دي، چې له ګواښ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو