طالبان: په هرات کې د مېوو حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېر شوي

۳ ورځې مخکې

د هرات لپاره د طالبانو د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د مېوو حاصلات شاوخوا ۴۰۰ زره ټنه اټکل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، د هرات لپاره د طالبانو د کرانې ریاست د کرنې پراختیا مدیر بشیر احمد احمدي په وینا، اوس‌مهال د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له ۲۷هکټارو ډېر بڼونه شته، چې الو، زردالو، شفتالو او ګیلاس پکې شامل دي.

بڼوالان وایي، سږ کال د مېوو حاصل ښه دی او تمه لري چې ښه بازار هم ورته پیدا شي.

نور خبرونه

رادیو