د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د حکم د تطبیق په موخه کابل ژوبڼ له دهمزنګ نه، له ښاره بهر بل ځای ته لېږدول کیږي.
په دې اړه جوړې شوې ناستې ویلي، چې د ژوبن اوسنی موقعیت د ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل شوی.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت نن سې شنبه د غبرګولي ۱۳مه وویل، چې د یاد وزارت د وزیر حمدالله نعماني په مشرۍ ددې ډلې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو، ملي چاپېریال ساتنې ادارې او د کابل ښاروالۍ استازو د کابل ښار له اوسني موقعیت څخه د ژوبڼ د انتقال لپاره ځانګړې غونډه کړې ده.
په دې غونډه کې د ملاهبت الله د حکم د تطبیق په موخه له کابل ښار څخه بهر د ژوبڼ لپاره د مناسب ځای د ټاکلو په اړه بحث او نظرونه تبادله شوي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر حمدالله نعماني ویلي، چې « د کابل اوسنی ژوبڼ د ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل شوی چې دې وضعیت هم د خلکو او هم د لیدونکو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي.»
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره اړینه ده چې ژوبڼ یوې بلې پراخې او مناسبې سیمې ته انتقال شي.
نوموړی زیاته کړې، چې دا چاره به په ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمېدو لامل وګرځي او له بل پلوه خلک او سیلانیان د ژویو لېدو ته لېواله شي او دغه راز به ورسره د «امارت» عواید هم زیات شي.
د طالبانو د څو وزارتونو ګډې ناستې پرېکړه کړې، چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله حکم باید عملي شي او د دې لپاره دې د اراضۍ ریاست په مشرۍ پلاوی له لوی اختر وروسته اونۍ کې د اراضۍ، ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې، کادستر او کور اوښار جوړولو وزارت استازو په ګډون د املاکو د ثبت کتابونو پر بنسټ یو مناسب ځای وټاکي.
دغه راز تصمیم نیول شوی، چې د اوسني کابل ژوبڼ ساحه دې د پراختیایي ساحې په توګه بېرته ملاهبت الله ته وړاندیز شي.
د کابل ژوبڼ شاوخوا ۶۰ کاله وړاندې د پخواني پاچا ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د دهمزنګ په سیمه کې جوړ شو. ژوبڼ په داخلي جګړو کې زیانمن شو او هلته ساتل شوي څاروي له منځه لاړل.
د کابل ژوبڼ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه ژوبڼ کې له سل ډوله ډېر ژوي، مرغان، کبان او څاروي، چې شمېر یې ۶۰۰ ته رسېږي، ساتل کېږي.