د پاکستان ایرواشیا وېبپاڼې په یوه څېړنیزه مقاله کې وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې چې کلونه - کلونه له بېباورۍ او ستونزو سره مل وې، اوس د ښهوالي او همکارۍ پر لور روانې دي.
د لیکوال په اند، طالبانو او پاکستاني چارواکو د چین په ملاتړ د سیاسي، اقتصادي او ټرانسپورتي اړیکو د پراختیا لپاره خپله لېوالتیا ښودلې.
په مقاله کې چې د سېشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) خپره شوې، راغلي چې په لیدلوري کې دا بدلون کولای شي په سیمهییز ثبات کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې نړۍ له ګڼو امنیتي او اقتصادي کړکېچونو سره مخ ده.
د ایرواشیا وېبپاڼې مقاله کې راغلي، چې چین د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ په دغه بهیر کې د منځګړي رول لوبولی او له دواړو هېوادونو یې غوښتي، چې پخواني اختلافات یوې خوا ته کړي او د ګډ راتلونکي پر لور ګام واخلي.
د مقالې لیکوال ویلي، چې د افغانستان اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی او د ملګرو ملتونو راپورونه، چې د دغه هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه خلک د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
داسې شرایطو کې له پاکستان سره همکاري کولای شي چې د سوداګرۍ، اومه توکو د لېږد، درملو او د ټرانسپورټي تګراتګ لپاره فرصتونه برابر کړي.
بل خوا، پاکستان هم له امنیتي ستونزو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان له ګواښونو سره مخ دی.
په مقاله کې راغلي، د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه او پرانیستې خبرېاترې کولی شي چې د دواړو هېوادونو امنیت پیاوړی کړي.
دې سره جوخت، طالبان د نړۍوال مشروعیت د ترلاسهکېدو په برخه کې له سختو ازموینو سره مخ دي.
د مقالې د لیکوال په اند، دوامداره ثبات یوازې د رغنده ښکېلتیا، سیمهییزې همکارۍ او د انزوا پرېښودو له لارې ترلاسه کېدای شي.
ټاکل شوې، چې په کابل کې به یوه مهمه غونډه جوړه شي چې د سیمې سیاسي مشران به پهکې د همکاریو د راتلونکي په هکله بحث او خبرې وکړي.
په مقاله کې دا غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د عملي پرمختګ لار بلل شوې ده.