د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې سرمقاله کې لیکلي، سیمهییز ادغام او سوداګري هغه وخت وده او پرمختګ کولای شي چې د افغانستان خاوره له ترهګرو ډلو څخه پاکه شي.
ورځپاڼې د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو ډیپلوماتیکو پرمختګونو او په اسلام اباد کې د دغه ډلې استازي ته د سفیر درجې ورکولو ته په اشارې سره کاږلي، چې د دغه هیلهمندۍ لامل دا دی چې پاکستان او طالبان د چین په منځګړتوب ډیپلوماتیکې اړیکې د ښه کولو په لور بیایي.
په سرمقاله کې راغلي، «که څه هم دغه اقدامات د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي؛ خو په کابل کې واکمن رژیم د نړۍوالې پېژندنې په لور ګامونه او د پاکستان او طالبانو په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ په ډاګه کوي.»
ورځپاڼه زیاتوي، په اړیکو کې دغه ناڅاپي ښه والی تر ډېره د چین د ډیپلوماسۍ کار ښکاري؛ په داسې حال کې چې روسیې په مسکو کې د طالبانو سفیر منلی دی او چین لومړنی هېواد و، چې د ۲۰۲۴کال په جنورۍ کې یې په بیجېنګ کې د طالبانو د استازي باورلیک ومانه.
دا د چین، متحده عربي اماراتو او ازبکستان سره یوځای پاکستان څلورم هېواد شو، چې په کابل کې خپل سفیر لري.
ورځپاڼې لیکي، چې د چین لپاره د اقتصادي او امنیتي دلایلو له امله د طالبانو سره اړیکې ساتل مهم دي. بیجېنګ په افغانستان کې څو مېلیون ډالره پانګونه لري.
د دغه پاکستانۍ ورځپانې په وینا؛ دغه پرمختګونه د پاکستان په ګټه دي، ښایي د چین سره د درې اړخیزې بڼې په برخه کې کار وکولای شي د طالبانو سره د پاکستان امنیتي اندېښنې او په ځانګړې توګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو حضور ته په پام سره هغه پیغام پراخ کړي، چې دغه هېواد یې په دوه اړخیزه توګه رسول غواړي.
ډان ورځپاڼه د مشورې په بڼه وایي، پاکستان د چین او نورو سیمهییزو هېوادونو سره یوځای باید پر طالبانو ټینګار وکړي چې سیمهییز ادغام او سوداګري یوازې هغه وخت وده کولای شي، چې د افغانستان خاوره د وسلهوالو ډلو څخه پاکه شي.