په برېتانیا کې دوه افغانان د ۷۰ کډوالو د قاچاق په تور محاکمه شول

۳ ورځې مخکې

برېتانیایي چارواکو دوه افغانان د ناقانونه کډوالو د قاچاق په تور بندیان کړي دي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې دوی د می پر ۲۱مه د ۷۰ کډوالو یوه کښتۍ د فرانسې له کانال څخه برېتانیا ته لېږدوله.

د ډیلي مېل د راپور له مخې، د برېتانیا د ملي جرمونو ادارې ویلي، چې ۳۸ کلن شاهد سلیم سجادي او ۲۵ کلن صفي‌الله محمدي هغه مهال ونیول شول، چې د کډوالو کښتۍ دوور بندر ته ورسېده. دواړو خپل جرم منلی او د می په ۲۴مه د فوک‌سټون په محکمې کې هغوی ته ۸ میاشتې بند سزا واورول شوه.

یاده کښتۍ د هغو ۱۳وړو بیړیو له ډلې وه، چې ټول ټال ۸۲۵کډوال یې د کانال له لارې برېتانیا ته لیږدول.

کله چې کښتۍ د فرانسې له ساحله تېریده، یوه ښځه او ماشوم ترې وغورځیدل چې د فرانسوي ساحلي ګزمې له خوا ژغورل شوي وو، خو وروسته مړه شول شول. د فرانسې پولیسو د دې پېښې پلټنه پیل کړې ده.

د برېتانیا د ملي جرمونو ادارې مشر ادم بېري ویلي: «دا پېښه ښيي چې دغه ډول سفرونه څومره خطرناک دي او قاچاق‌بران څومره بې رحمانه چلند کوي. کښتۍ په خطرناک ډول له خلکو څخه ډکه وه، خو سجادي او محمدي بیا هم خپل سفر ته دوام ورکړ.»

د کډولو د ملاتړ یوې خیریه ټولنې اوتوپیا ۵۶ ویلي، چې دوی سهار د ژغورنې لپاره د بیړني تماس پر مهال داسې پیغام ترلاسه کړی و: «کښتۍ ماته شوې، دوه کسان مړه دي.»

نور خبرونه

رادیو