طالبان: د لغمان ولایت له زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۱ بندیان خوشې شول

۳ ورځې مخکې

په لغمان کې سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي، چې د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر یې د لغمان ولایت له مرکزي زندانه ۹۱ بندیان خوشې کړي او د ۵۳ نورو د بند موده یې کمه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې؛ په خوشې شویو بدنیانو کې څلور مېرمنې او ۵ تنه ماشومان هم شامل دي.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه خوشې شوي کسان په کومو جرمونو زندانیان شوي وو.

د لغمان لپاره د طالبانو والي شیخ شېر احمد حقاني خوشې شویو بندیانو ته ویلي، « زندان د اصلاح ځای دی او باید له دې وروسته له جرمونو لاس واخلئ او په راتلونکې کې هڅه وکړئ، چې ستونزې د محاکمو له لارې حل کړئ؛ تر څو بیا ځلي کوم جرم ونه کړئ.»

تر دې وړاندې په ننګرهار کې د طالبانو ولایت مقام رسنیو دفتر (د غبرګولي په ۹مه) خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت له مرکزي زندانه د دغې ډلې د سترې محکمې په امر «۳۱۷» بندیان خوشې شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي و، چې دغه کسان د لوی اختر په مناسبت د بښنې له مخې خوشې شوي دي.

طالبان داسې مهال د بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي، چې د طالبانو په زندانونو کې د سختو شکنجو، وژنو او ځورونو پراخ راپورونه هم ترلاسه شوي دي.

په دغو زندانونو کې نه یوازې نارینه؛ بلکې د بشري حقونو او د زده‌کړو ښځینه فعالانې هم له دغو ځورونو سره مخ شوې دي او ځینو لا ادعا کړې، چې طالبان په دغو زندانونو کې پر مېرمنو جنسي تېري کوي.

نور خبرونه

رادیو