پرون له ایران او پاکستان نه ۷۴۲کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې پرون یکشنبه د (غبرګولي ۱۱مه) له ایران او پاکستان نه ۷۴۲کورنۍ افغانستان ته ته ستنې شوې دي.

په راپور کې راغلي، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې له ایرانه ټول ټال ۵۹۴ کورنۍ ستنې شوې دي.

د دیورنډ کرښې له بېلابېلو لارو څخه بیا تېره ورځ یوازې ۱۴۸کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې او په بېلابېلو سیمو کې مېشتې شوې دي.

بل خوا د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت هم ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د تورخم له لارې ټول ټال ۸۳۹ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

همدا راز د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د پاکستان له لوري ۱۴ افغانان له زندانه تر خوشې کېدو وروسته په زوره افغانستان ته ور ستانه کړای شوي دي.

هم‌مهاله د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال په تېرو څلورو میاشتو کې ۶۰۰زره افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغو کسانو نیمایي برخه یې په زوره او پاتې نور په خپله خوښه له یادو هېوادونو وتلي دي.

د افغانستان یاد دوه ګاونډي هېوادونه د افغان کډوالو لپاره له ځورونو ډک هېوادونه بلل کېږي، چې په کې افغان کډوال د پولیسو له لوري له سختو رواني او بدني شکنجو سره مخ دي.

که څه هم نړۍوالو سازمانونو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې افغان کډوال دې په زوره نه وباسي؛ خو تهران او اسلام اباد دغو غوښتنو ته نه یوازې دا چې مثبت ځواب نه دی ویلی، بلکې د کډوالو پر ضد یې خپل اقدامات لا سخت کړي دي.

نور خبرونه

رادیو