د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ ویلي، د لر او بر افغانانو په ورانولو کې مذهب د بنسټیزې الې په توګه کارول شوی دی.
هغه له طالبانو پوښتلي: «تاسو چې په افغانستان کې کوم جنګ وکړو هغه په څه جایز و؟»
هغه د (غبرګولي ۱۱مه) پر اېکس پاڼه د طالبانو یوه غړي سعید الله سعید د هغه څرګندونو په غبرګون کې لیکلي، چې ګوندې مشر یې امر کړی چې د دوی غړي به بهرنیو هېوادونو ته د «جګړې» یا هم د دوی په اصطلاح «جهاد» ته نه خي.
محسن دواړ طالبانو ته په خطاب کې زیاته کړې، د ګڼو دیني عالمانو داسې فتواوې موجودې وې چې د دغه ډلې جګړه یې ناروا بلله؛ خو بیا یې هم دا اور تود ساتلی و.
هغه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې اسلام اباد له طالبانو غوښتي؛ څو د هغه افغانانو مخه ونېسي، چې د «ټيټيپي» په لیکو کې پاکستان ته د جګړو لپاره ځي.
د همدې لړۍ په دوام یو شمېر طالبانو په ظاهرا بهر ته د جګړې لپاره د تللو خلاف څرګندونې پیل کړې دي؛ خو ښکاري چې له دې چارې یې موخه د «ټيټيپي» په لیکو کې د جنګېدونکو یا نويو جذبېدونکو افغانانو مخنېوی دی.
اسلام اباد په وار، وار داسې شواهد خپاره کړي، چې په کې په ډاګه شوې د طالبانو یو شمېر غړي د پاکستاني طالبانو په لیکو کې وژل شوي دي.
راپورونو په ډاګه کړې، چې طالبانو دغه غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی او خپل هغه غړي یا افغانان یې زنداني کړي چې د «ټيټيپي» لپاره یې جلب و جذب کاوه.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو تر ټولو مهم ټکی په افغانستان کې د «ټيټيپي» پناه ځایونه بلل شوي دي؛ خو اوس تازه څرګنده شوې چې کرار، کرار طالبانو په دې تړاو د اسلام اباد غوښتنې ته غاړه اېښې ده.