پاکستان او افغانستان هوکړه کړې، چې د ازبکستان-افغانستان-پاکستان (UAP) رېلپټلۍ پروژې د چوکاټي هوکړې د ژر نهايي کېدو لپاره به نږدې همکاري کوي.
د پاکستان ټوډې د راپور له مخې، دا پرېکړه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تر منځ د یکشنبې په ورځ د یو ټلیفوني تماس پر مهال شوې ده.
دواړو مشرانو د دې ستراتېژيکې پروژې پر ارزښت خبرې کړي او ژمنه یې کړې چې د عملي کولو بهیر به یې ګړندۍ کړي.
له دې مخکې، اسحاق ډار د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سعیدوف بختیار ادیلوویچ سره هم ورته خبرې کړي، چې پکې د درې اړخیزې هوکړې د لاسلیک د څرنګوالي او وخت په اړه تمرکز شوی و.
یاده پروژه به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له پاکستاني بندرونو سره ونښلوي، چې له تاشکند څخه تر پېښوره د کابل له لارې ۵۷۳ کیلومتره اوږده ده.
د دې پروژې اټکلي لګښت شاوخوا ۴.۸ مېلیارده ډالره اټکل شوی او تمه ده چې د سیمې سوداګري به پیاوړې کړي.
امیرخان متقي د پاکستان له هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې په کابل کې خپل ډېپلوماټیک حضور د سفیر تر کچې لوړوي او دا یې یوه مثبته پرمختیا وبلله.
هغه تایید کړې، چې افغانستان به هم په اسلاماباد کې خپل ډېپلوماټيک دفتر ورته کچې ته لوړ کړي.
دواړو وزیرانو د اسحاق ډار د اپرېل پر ۱۹مه د کابل د سفر پر مهال د شویو پرېکړو د عملي کېدو وضعیت هم وڅېړه او ژمنه یې وکړه، چې د متقابل باور د جوړېدو لپاره به ګډ کار ته دوام ورکوي.
که څه هم چین تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دغه هېواد لومړنی هېواد و، چې د طالبانو له خوا نومول شوی سفیر یې ومانه.
تر هغه وروسته، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو هم ورته ګامونه پورته کړل.