په هالنډ کې د افغانستان سفارت د خپلې ویب پاڼې له لوګو او د ټولنیزو رسنیو له پاڼو د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ لرې کړی دی.
سرچینې وايي، چې دا اقدام په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي له خوا شوی، چې له طالبانو سره همکاري کوي.
سرچینو د سې شنبه په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل: «لکه څنګه چې هالنډ لا تر اوسه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نه پېژندلو په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی، دا پرېکړه د سفیر له خوا په خپلواکه توګه شوې ده.»
د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر اصف رحیمي له لومړنیو ډیپلوماتانو څخه و، چې له طالبانو سره یې همکاري وکړه.
په بهر کې د ډېرو افغان ډیپلوماټیکو ماموریتونو برعکس چې له طالبانو سره یې له همکارۍ څخه انکار کړی، رحیمي له طالبانو سره يو ځای شوی دی.
رحیمي له طالبانو سره د خپلې همکارۍ په اړه د نیوکې په ځواب کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت سره همغږي او اړیکه یوه عادي خبره ده، دا کار پخوا هم شوی او اوس هم دوام لري.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې د افغانستان رسمي او تاریخي تور، سور او زرغون بیرغ لرې او پر ځای یې خپل سپین بیرغ وټاکه.
په ورته وخت کې تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، ان هغه هېوادونه هم چې له دوی سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، په رسمي غونډو کې یې د بیرغ له اېښودو ډډه کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوګو چې له سمبولیکو عناصرو څخه جوړه شوې، د هېواد د ملي او تاریخي هویت ښکارندويي کوي او د دې لوګو په منځ کې د محراب او منبر انځور هم شتون لري.
د افغانستان درې رنګه بیرغ هم پرې رسم شوی دی، د جومات پورته «لا إله إلا الله، محمد رسول الله » کلیمه لیکل شوې او شاوخوا یې د غنمو دوه وږي دي، چې د حاصل خېزي او کرنيزې ودې نښه ده. د لوګو په ښکته برخه کې، د «افغانستان» نوم او د هیواد د خپلواکۍ د کلیزې نېټه لیکل شوې ده.
دغه لوګو د افغانستان د اسلامي جمهوریت نښه ده، چې د تاریخي او ملي ارزښتونو پربنسټ جوړه شوې او د هېواد په رسمي ملي بیرغ، دولتي اسنادونو، پاسپورټونو، پېژندپاڼو، ښوونیزو شهادتنامو او نورو اسنادونو کې کارول کېږي.
طالبان تر اوسه لا نهدي توانېدلي، چې د پاسپورټونو په چاپ کې د «اسلامي جمهوري افغانستان» نښه او لوګو لرې کړي او پاسپورټونه لا هم له هماغه پخواني نښې سره خپرېږي.
اصف رحیمي په داسې حال کې له طالبانو سره همکاري کوي، چې د اسلامي جمهوري افغانستان په حکومت کې یې په مهمو دندو کار کړی دی.
هغه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همداراز د هرات د والي په توګه دندې ترسره کړي دي.