په ننګرهار کې د ۱۰ افغانیو پر سر شخړه؛ یو کس د چړو په ګوزارونو ووژل شو

۲۳ ساعتونه مخکې

له ننګرهار نه ولسي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د ۱۰ افغانیو پر سر د شخړې په ترڅ کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، وژل شوی کس شېر ولي نومېده او د ننګرهار په مارکوه بازار کې یې په یوې کراچۍ کې ترکاري پلورله، چې د یوه بل کس له‌خوا د ۱۰ افغانیو پر سر تر لفظي شخړې وروسته د فزیکې شخړې په ترڅ کې ووژل شو. 

د سرچینو په وینا، دا سړې د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوي غږیز پیغام کې زیاته کړې، چې وژل شوی کس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و او اوس یې کورنۍ بل سرپرست هم نه‌لري.

طالبانو بیا تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ننګرهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو